د ولسمشر حامد کرزي تره حفیظ کرزي د آشنا رادیو سره په ځانګړې مرکې کې دا ومنله چې د کرزیانو په کورنۍ کې سیاسي اختلافات شته دي. کرزی وایي " زمونږ په کورنۍ کې اوس واحده پیژندل شوې مشرتابه نشته، د کرزیانو کورنۍ ته پکار ده چې د خپل مشرتابه د ټاکلو لپاره په تدابیرو کار وکړي.
ښاغلي کرزي پدې مرکې کې همدرانګه وویل چې " د کرزیانو په کورنۍ کې فامیلی وحدت نشته"
هغه وایِ د حشمت کرزي ترور په خورا پیچلي ډول ترتیب شوی و او د هغه ځای به څوک ونشي نیولای.