د لاس رسي وړ اتصالات

پکتیکا کې د زده کوونکو لپاره تفریحي ځایونه جوړیږي


په افغانستان کې د ښوونځيو زده کوونکي تر ټولو زيات د ودانيو د نشتوالي او د مسلکي ښوونکو او درسي موادو له کمښت څخه شکايت لري، خو پر دې سربېره د زده کوونکو لپاره د لوبو او تفريحي ځايونو جوړول هم يوه اړتيا بلل کېږي.

د پکتيکا چارواکي وایي چې ددې ولایت د ۱۶ ښوونځيو د زده کوونکو لپاره یې د لوبو په برخه کې د اړينو وسايلو د برابرولو ترڅنګ د لوبو ميدانونه، ځينې تفريحي پارکونه او شنې ساحې جوړوي.

د پکتيکا د پوهنې رئیس کوچي ځاځي امريکاغږ ته وويل " د زده کوونکو لپاره د لوبو او تفريح په خاطر دغه رامنځته کېدونکې اسانتياوې د سيکا په نوم د يوې غير دولتي موسسې له لوري د ۳ سوه او پنځوس زره ډالرو په لګښت جوړېږي."

هغه زياتوي، چې دغه پروسه د اوس لپاره په مرکز ښرنه او يوسف خېلو ولسوالۍ کې ترسره کېږي، خو وروسته به د امکاناتو په برابرولو سره نورو سيمو او ولسواليو ته هم وغځېږي.

هغه وویل "د ۳۵۰ زره امريکايي ډالرو په لګښت په مرکز ښرنه او يوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۱۶ ښوونځيو لپاره د لوبو ميدانونه جوړېږي، چې په دې کې د فوټبال او واليبال ميدانونه، د لوبو ځينې اړين وسايل، تفريحي پارکونه او شنې ساحې شاملې دي".

ښاغلي ځاځي د يادو شويو پروژو د کيفيت په برخه کې د اندېښنې په ځواب کې وويل، چې د پوهنې ریاست د انجنیرانو تخنيکي ډله به په ښه کيفيت سره د جوړېدو په خاطر له دغو پژوژو په خپل وخت څارنه وکړي.

څورالس کلن ماشوم محمدالله د پکتیکا د مرکز ښرنې د خلیفه بابا د ښوونځي يو تن زده کوونکی دی. هغه د لوبو لپاره د آسانتياوو په رامنځته کېدو خوښي څرګنده کړه او دا يې د زده کوونکو د اړتياوو يوه برخه وبلله.

محمدالله زياته کړه، چې دا مهال د ښوونځي زده کوونکي د تفريح او يا د ورزش د مضمون په وخت کې په خاورو او سپېرو ډاګونو لوبې کوي، خو هيله من دی، چې د لوبو په برخه کې يادې شوې اسانتياوې ډېر ژر رامنځته شي.

زلمی خروټی د پکتيکا د مدني ټولنې يو تن فعال دی. هغه د پوهنې رياست له مسوولينو غوښتنه کوي، چې په دې ولايت کې د زده کوونکو لپاره د زده کړې د زمينې برابرولو ترڅنګ په ځينو نورو برخو کې هم د اسانتياوو په رامنځته کولو کې زياتې هلې ځلې وکړي.

هغه وایي "له سيکا موسسې څخه منندوی يو، چې د پوهنې له رياست سره مرستې کوي. دا مرستې بايد د پکتيکا د پوهنې پر بهير مثبت اغېز وکړي. د پوهنې له رياست څخه مو غوښتنه دا ده، چې په ښه کيفيت سره د پروژو د جوړېدو لپاره ترې په کلکه څارنه وکړي".

پکتيکا ولايت ۳۴۴ فعال ښوونځي لري او په مجموعي ډول پکې تر ۱۵۵ زره زيات زده کوونکي زده کړې کوي، چې شاوخوا پنځه دېرش فيصده يې نجونې تشکيلوي.

XS
SM
MD
LG