د لاس رسي وړ اتصالات

په اسلام آباد کې شخړي د چا لخوا پیل شوي


د رپوټونو له مخې د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کي د پولیسو او مخالفو مظاهره چیانو ترمنځ په اخ و ډب کي څه د پاسه ٣٠٠ کسه زخمي شوي دي. د ډاکټرانو له قوله د دو تنو وضیعت سم نه دی. او اوس مهال هم د پولیسو او مظاهره چیانو تر منځ نښتې روانې دی.

دا شخړي پرون د شنبې په ورځ هغه وخت شروع شوې چي مظاهره چیانو چي د دوو اونیو راهیسي یې د پاکستان د پارلمان د ودانۍ مخي ته خیمې وهلي دي، کوشش وکړ د صدراعظم نواز شریف پر کور باندي حمله وکړي.

هغوی په لار کي د اچول شوو خنډونو د ایسته کولو لپاره د کرېنونو نه کار اخیست. پولیسو په هغوی باندي اوښکي بهونکی گاز او رابري مرمۍ استعمال کړې.

په اسلام آباد کې د نښتو د پیل کیدو په اړوند د جمعیت علما اسلام ( فضل الرحمان) د ګوند ویاند، جان محمد خان اڅکزي د امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه وویل چې "د عمران خان او د حکومت تر منځ خبری روانې وې او یو لانجمن ټکې د صدراعظم نواز شریف د استعفا غوښتنه وه چې بحثونه ورباندی روان وو او کیدای شول په دې باندې هم دواړه خواوي یوې روغي جوړي ته رسیدلي وای".

هغه زیاته کړه چې " دا هیله وه چې بل پړاو خبري به نن د یکشنبې په ورځ کیږی او داسي تمه پیدا شوی وه چې شاېد د خبرو له لاري به دا مسله حل شي، خو بیا هم د تحریک انصاف گوند مشر عمران خان او د عوامې تحریک مشر طاهرالقادری د صدارت او د پارلمان ودانیو د اشغالو هڅه وکړه".

په سیاست کې د پوځ د رول په اړه ښاغلي اڅکزي وویل چې "د پاکستان د پوځ ډیر غوره دلیل دا دی چې دوی د پاکستان د اساسې قانون او د ډیمو کراسۍ درناوي کوي او په سیاست کې گوتې نه وهي".

د جمعیت علما اسلام (فضل الرحمان) د ګوند ویاند، جان محمد خان اڅکزی
د جمعیت علما اسلام (فضل الرحمان) د ګوند ویاند، جان محمد خان اڅکزی

ښاغلي اڅکزي دا هم وویل چې مظاهره کوونکو د قانون حاکمیت او عملداری چیلنج کړی او د پارلمان د ودانۍ یی اشغال کړی ده "څوک چې د قانون څخه سرغړونه کوی پکار دی چې بندیان شی".

د پاکستان صدراعظم نواز شریف پرون بیا ویلي دي چي دی به استعفی ونه کړي. هغه څو څو ځله هلي ځلي کړي دي چي د مخالفو مشرانو سره دغه سیاسي جنجال د خبرو له لاري حل کړي، مگر هغوي ناکامه شوي دي.

د پاکستان د حالاتو په هکله د جان محمد خان اڅکزي مرکه دلته اوریدای شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:07:03 0:00
مستقیمه لیکه

XS
SM
MD
LG