د لاس رسي وړ اتصالات

د پکتيا د زرمت د ولسوالۍ په برید کې ۱۶ تنه وژل شوي


Samkani district, Paktia province, Afghanistan
Samkani district, Paktia province, Afghanistan

د پکتيا چارواکي وايي، چې نن سهار د دې ولايت د زرمت د ولسوالۍ پر ودانيو په ډله ييزو ځانمرګو بريدونو کې مجموعاً ۱۶ کسان وژل شوي او تر لسو ډېر نور ټپيان شوي دي.

د زرمت ولسوال کیپتان اخلاص امريکا غږ ته وويل، چې دغه ډله ييز ځانمرګي بريدونه نن سهار شپږ بجې د ولسوالۍ په دروازه کې د موټر بم په يوې زورورې چاودنې سره پيل شول

هغه وويل، چې د موټر بم د څرنګوالي په اړه معلومات نلري، خو تر چاودنې وروسته يو شمېر نور بريد کوونکي د ولسوالۍ ودانۍ ته ننوتل او له افغان امنيتي ځواکونو سره يې جګړه پيل کړه.

هغه زياته کړه، چې جګړه نهه بجې پای ته رسېدلې او دوی ته د رسيدلو معلوماتو له مخې د موټر په چاودنه او دغه راز د درې ساعتې جګړې په ترڅ کې د بريد کوونکو په ګډون ټولټال ۱۶ کسان وژل شوي دي.

کېپتان اخلاص وويل، چې څلور افغان امنتيتي ځواکونه او څلور د ولسوالۍ خدمت کوونکي او دغه راز ټول بريد کوونکي، چې شمېر يې اته تنه و، وژل شوي دي.

همدارنګه هغه وويل، چې په دغو بريدونو کې کې لس افغان امنيتي ځواکونه او درې ملکي وګړي ټپيان شوي هم دي.

د پکتيا ځينې نور چارواکي وايي، چې د موټر بم د چاودنې له امله د ولسوالۍ، څارنوالۍ، محکمې او د امنيې قوماندانۍ ودانۍ په بشپړ ډول له منځه تللې دي او زياتوي، کيدای شي، ځينې کسان تر خاورو لاندې هم شوي وي.

د زرمت ولسوالۍ د مرکز د تعمير بازار يو شمېر عيني شاهدان وايي، چې د ولسوالۍ وداني د زرمت د تعمير ښارګوټي ته نږدې ده، چې له همدې امله د موټر بم په چاودنه کې ګڼ شمېر دوکانونه هم نړيدلي دي.

د سيمې يو تن اوسېدونکي احمدالله امريکاغږ ته وويل، چې د تلفاتو د شمېر په اړه معلومات نلري، خو وايي، چې د دوکانونو په نړيدو سره خلکو ته درانه مالي زيانونه اوښتي دي.

هڅه مو وکړه، چې د دغو بريدونو په اړه د پکتيا د ولايتي امنيتي چارواکو نظر هم واخلو، خو له بيا، بيا هڅو سره بريالي نشوو.

وسله والو طالبانو د دغو بريدونو مسووليت پرغاړه اخيستی دی. د دې ډلې يو تن وياند ذبيح الله مجاهد خبريالانو ته ويلي، چې په يادو ډله ييزو بريدونو کې ګڼ شمېر افغان امنيتي ځواکونه وژل شوي او ګڼ نور ټپيان شوي دي.

ذبيح الله مجاهد همدارنګه ويلي، چې په بريدونو کې د ولسوالۍ ټولې ودانۍ له منځه تللي او دغه راز د دوی يو شمېر بريدکوونکي هم وژل شوي، خو د کره شمېر په اړه يې څه ندي ويلي.

XS
SM
MD
LG