د لاس رسي وړ اتصالات

وچکالي د امریکا په جنوب لویدیځ کې خلکو ته ستر خطر


د تیرو څوارلسو کالونو راهیسې وچکالۍ د کالیفورنیا د لاس انجلس او همدارنګه د لاس ویګاس په ایالت اوبه په زیاته اندازه کمې کړیدي. د اوبو د کمښت له وجې په امریکا کې په میلونونو جریبه زراعتي ځمکه بې اوبو شویده.

د میډ جهیل او هغه سیند چې اوبه یې همدې جهیل ته تویږي، د اوبو د کمښت له وجې وچیدو ته نږدې شویدي چې د امریکا جنوب لویدیځو برخو ته بد خبر دی.

د میډ جهیل د امریکا د لاس ویګاس په ایالت کې د کښتۍ چلونې او کب نیونې لپاره د سیل تر ټولو ښه سیمه ده. خو اکثره خلک چې هلته ورځي وایي چې د جهیل اوبه ورځ تر بلې مخ په وچیدو دي.

د بارودي په نامه یو کب نیونکی چې هر وخت د خپل زوی سره دغه جهیل ته د کب نیونې لپاره وځي، وایي هر وخت چې هلته ورځي، ویني چې اوبه کمې شویدي.

" هر وخت چې مونږ دلته په کښتۍ کې راځو، ګورو چې اوبه کمې شویدي، او یو څه فرق پکې راغلی دی. کله نا کله ګورو چې د اوبو په یوې څنډې کې یوه غټه تیږه راښکاره شي چې پخوا د اوبو لاندې وه. "

اینجیرانو د 1930 مې په لسیزې کې د کولوراډو د سیند یوه برخه وتړله او اوبه یې د میډ جهیل ته مخامخ کړې. د دې جهیل اوبه د امریکا په جنوب لویدیځ کې په اوو سترو ایالاتونو کې بهیدلې او بیا د کالیفورنیا خلیج ته تویدلې.

دا اوبه دومره زیاتې وې چې کله نا کله به یې آباد ښارګوټي او هغه زراعتي ځمکې خرابولې چې د جهیل په څنډو کې پرتې وې او هم به د سیلابونو د راتګ سبب کیدلې چې خلکو ته به یې په زیاته اندازه مالي او ځاني زیانونه وراړول.

د دغې ستونزې د حل کولو لپاره، د "هوور" د بریښنا بند جوړ شو چې له یوې خوا پرې د سیلابونو د راتګ مخه ونیول شوه او له بلې خوا د ګڼ شمیر ښارونو او زراعتي ځمکو لپاره د اوبو بندوبست هم وشو او تر ټولو مهمه دا چې په زرګونه میګاواټه بریښنا هم د دغه بند له برکته خلکو ته رسیدله.

د بریښنا دغه بند ته د میډ د جهیل نه اوبه راځي خو اوس پدې جهیل کې اوبه بیخي زیاتې کمې شویدي چې د ښار د اوسیدونکو او بزګرانو لپاره ښه خبر ندی.

میرمن پاټ مولروای چې د بروکنګز انسټیټیوټ ویسټ په مرکز کې څیړونکې ده، وایي چې د امریکا په جنوب لویدیځ کې تقریباً ټولې دښتې د میډ د جهیل نه اوبه څښي.

" په جنوب لویدیځ کې ځیني غټ ښارونه او په زیه اندازه حاصل خیزه زراعتي ځمکې دي چې اوبه ورته یوازې د همدغه جهیل نه ورځي. او بله دا چې د مکسیکو هیواد ته هم د اوبو رسول زمونږ مسؤلیت دی نو زما هدف دا دی چې دا سیستم باید په هیڅ صورت ناکامه نشي. "

رپوټ وایي چې بزګران او غټ ښارونه د کولوراډو د سیند نه زیاتې اوبه اخلي او ډیرې اوبه پخپله په سیند کې بهیږي او د تیرو څوارلسو کالونو راپدیخوا د وچکالۍ له وجې د میډ د جهیل سیستم ناکامۍ ته نږدې شویدی.

د میډ په جهیل کې د اوبو اندازه د بحر د سطحې نه باید چې 372 متره لوړه وي چې دا جهیل ډک شي خو اوس پکې د اوبو اندازه 329 متره ده. کله چې د اوبو دا اندزاه 320 مترو ته راښکته شي نو د بریښنا تولید ته خطر پیدا کوي. که د اوبو اندازه 305 متره شي نو د لاس ویګاس ایالت ته د اوبو بهیدل بندیږي او په 273 مترو کې بیا اوبه د جهیل د څنډو نه بهر ته نه بهیږي.

کارپوهان وایي که چیرته په وخت اقدام ونشي او وچکالي ادامه ولري، نو عواقب به یې د دې نه هم خطرناک وي.

د رپوټ په دویمې برخې کې د یوې لیرې پرتې اصلي امریکایي قبیلې او د لاس ویګاس د ایالت چې اوبه ته سخت اړتیا لري، د هغو هلو ځلو نه مو خبروو چې د اوبو د پیدا کولو لپاره یې کوي.

XS
SM
MD
LG