د لاس رسي وړ اتصالات

د کاناډا د پارلمان پر ودانۍ د بریدګر په اړه تحقیقات روان دي


د چهارشنبې په ورځ د کاناډا په اوټاوا کې د پارلمان په ودانۍ کې د توپکو دزې شويدي.
د چهارشنبې په ورځ د کاناډا په اوټاوا کې د پارلمان په ودانۍ کې د توپکو دزې شويدي.

د چهارشنبې په ورځ د کاناډا په اوټاوا کې د پارلمان په ودانۍ کې د توپکو په لسگونو ډزې وروسته له هغه وشوې چې یوه وسله وال سړي په یوه عسکر باندې چې د کاناډا د جگړې د وخت د ملي څلي په شاوخوا کې یې گزمه کوله ډزې وکړې او هغه یې وواژه.

امریکایي چارواکي وايي چې د کاناډا پولیس د مایکل زهاف بیبو په اړه تحقیقات کوي چې هغه خو به د کاناډا په پارلمان کې دننه او د هغه په شاوخوا کې ډزې نه وي کړي.

دوو امریکایي چارواکو د چهارشنبې په ورځ وویل چې امریکایي ادارو ته ویل شوي دي چې مشکوک ډزې کوونکی یو کاناډایي دی چې اسلام یې قبول کړی دی.

یو امریکایي چارواکي ویلي دي چې دغه سړی اصلا په کیوبیک کې زیږیدلی دی.

پولیسو ویلي دي چې یو وسله وال سړی د پارلمان په لویه ودانۍ کې دننه وژل شوی دی.

پولیسو دا هم ویلي دي چې دوی فکر کوي چې په دې حمله کې به دوه یا درې توپک والا شامل وي او دوی د هغوی د پیدا کولو په لټه کې دي.

یوه چارواکي دا حمله « پټه او قوي حمله» بللې چې د کاناډا د پایتخت په مرکزي سیمه کې شوې ده.

د امریکا جمهور رئیس براک اوباما د کاناډا د صدراعظم سټیفن هارپر سره په تلیفون کې خبري وکړې او په کاناډایي قواو باندي یې د حملو نه وروسته د کاناډایانو سره د امریکا ملاتړ څرگند کړ.

ښاغلي اوباما دا حملې وغندلې او د کاناډا سره یې دهر راز مرستي که ضرورت ورته ولري وعده وکړه.

XS
SM
MD
LG