د لاس رسي وړ اتصالات

پنځه عشاریه دوه میلیونه عراقیان عاجلو مرستو ته اړتیا لري


د نړیوالو بشري مرستو مامورین چې تازه د عراق نه ستانه شویدي، وایي چې پدې جګړه ځپلې هیواد کې د خلکو حالت به زیات خراب شي. دغه مامورین وایي پنځه عشاریه دوه میلیونه عراقیان عاجلو مرستو ته اړتیا لري چې د ژمي په موسم کې ژوندي پاتې شي. پدغو کسانو 1.8 میلونه هغه کسان هم شامل دي چې د جګړو له وجې بې کوره شویدي.

په عراق کې همدا اوس هوا سړه ده او د باران ورښت هم پکې زیات وي. د بشري مرستو مامورین چې تازه د عراق نه ستانه شویدي او هلته یې د خلکو وضعیت کتلی ، وایي چې د ژمي په نږدې کیدو سره به د دې هیواد څو میلیونه خلک په خراب وضعیت کې ژوند کوي.

د اسلامي همکارۍ د ټولنې او د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ یو ګډ هیت د عراق د بغداد، اربیل او دهوک ښارونو ته تللی و او هلته یې د خلکو د وضعیت په اړه معلومات راټول کړیدي. دغه هیت همدرانګه د ترکیې او عراق په سرحدي سیمو کې د بې ځایه شویو خلکو حالت هم د نږدې نه کتلی دی.

دغه هیت وایي چې د نورو سیمو په پرتله په کردستان کې د خلکو وضعیت ډیر خراب دی ځکه چې اکثره بې ځایه شوي خلک همدغې سیمې ته ورکډه شویدي. شاوخوا 1.8 میلیونه خلک چې د اسلامي دولت د بریدونو په خاطر بې ځایه شویدي، اته سوه او پنځوس زره زره یې کردستان ته تللي چې نیمایي یې ماشومان دي.

د اسلامي همکارۍ د ټولنې مرستیال هشام یوسف وایي چې په کردستان کې څلور سوه ښوونځي دي چې خلک ترینه د سرپناه په توګه کار اخلي او همدا وجه ده جې سږ کال به نوی تعلیمي کال د سپټمر د میاشتې پر ځای د ډسمبر په میاشت کې پیل شي. ښاغلي هشام امریکا غږ ته د خلکو د بشري مرستو د ضرورتونو په اړه داسې وویل:

" د ټولو نه لومړی باید چې د عراق په شمال کې د خلکو سره ژمنۍ مرستې وشي او سرپناوې ورته برابرې شي ځکه چې هلته د خلکو وضعیت ډیر خراب دی. د خلکو بل غټ ضرورت چې باید په لومړي سر کې ورته پام وشي، د روغتیايي خدماتو برابرول دي ځکه چې د کډوالو په اکثره کمپونو کې روغتیايي مرکزونه نشته او د خلکو بله غټه اندیښنه د ښوونځیو لږوالی دی ځکه چې په ځینو ځایونو کې بیخي ښوونځی نشته. "

ملګرو ملتونو تیره اوونۍ ویلي و چې هغوي لږ تر لږه 2.2 میلیارده ډالرو ته ضرورت لري چې وکړای شي تر ٢٠١٥ کاله پورې د ٥.٢ میلیونه عراقیانو سره بشري مرستې وکړي. تر اوسه ملګرو ملتونو یوازې 6 سوه میلیونه ډالر تر لاسه کړیدي چې ٥ سوه میلیونه یې سعودي عربستان ورکړیدي.

د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې د عراق د دریو برخو نه یوه برخه یې د اسلامي دولت د ډلې په لاس کې ده چې ګمان کیږي 3.6 میلیونه خلک پکې ژوند کوي. ملګرو ملتونو وایي چې د دغو خلکو د جملې نه ٢٠٢ میلیونه یې عاجلو مرستو ته اړتیا لري.

ښاغلی یوسف یو ځل بیا وایي چې د بشري مرستو ادارې نشي کولای چې زیاتره دغو خلکو ته مرستې ورسوي. یوسف زیاتوي چې یوازې د سره صلیب نړیواله ټولنه پدې توانیدله چې یو څه اندازه مرستې هلته خلکو ته ورسوي او بیا دغه مرستې د محلي مشرانو لخوا په خلکو ویشل شویدي.

هشام یوسف وایي د جهادي ډلو تر کنترول لاندې په سیمو کې خلکو ته د بشري مرستو د رسولو په باره کې د عراق حکومت اندیښنه لري.

ښاغلی یوسف وایي " حکومت اندیښنه لري چې بشري مرستې به ښایي د اسلامي دولت د ډلې لاسته ورشي او هغوي به دا مرستې پداسې شکل په خلکو وویشي چې خپله سیاسي اجنډا پرې قوي. داسې ښکاري چې هغوي دا کار کړی هم دی او حکومت پدې برخې کې معلومات تر لاسه کړیدي. هغوي ددې وضعیت د دوام په باره کې زیاته اندیښنه لري. "

یو شمیر عراقي او د کردستان چارواکو د بشري مرستو دغو مامورینو ته ویلي دي چې ښایي په عراق کې به امنیتي وضعیت لا پسې خراب شي ځکه چې د اسلامي دولت د ډلې څخه د ځینو سیمو د نیولو لپاره جګړه ورځ تر بلې زور اخلي. هغوي پدې موافق دي چې د عراق کړکیچ به ژر حل نشي.

XS
SM
MD
LG