د لاس رسي وړ اتصالات

عربستان د امریکايي مشتریانو لپاره د تیلو قیمت راټیټ کړ


په نړۍ کې د تیلو بیه وروسته له هغه را ټیټه شوه چې سعودي عربستان وویل چې د امریکایي مشتریانو دپاره به د تیلو د صادراتو قیمت را ټیټ کړي.

سعودي عربستان دغه کار د دې لپاره کوي چې د امریکا دننه د تیلو د زیاتو تولیداتو په مقابل کې رقابت وکړای شي.

دا په تیرو څو کلنو کې لومړی ځل دی چې د تیلو بیه دومره راټیټه شوې ده.

د امریکا د متحده ایالاتو په لویدیځ ټیکساس کې د خامو تیلو د یوه بیرل بیه پرون د سه شنبې په ورځ ٧٥،٨۴ ډالر وو چې دا په تیرو دریو کالو کې تر ټولو ټیټه بیه ده.

د سږکال د جولای په میاشت کې د خامو تیلو یو بیرل په ١٠٠ ډالره خرڅېدل.

په شمالي سمندرګي کې د برینټ د خامو تیلو (Brent crude) بیه هم یو بیرل ٨٢،٠٨ ډالرو ته را ټیټه شوې ده.

سعودي عربستان د تیلو نړۍ وال قیمت په دې سره را ټیټ کړ چې د هغو تیلو د بیې د را ټیټولو اعلان یې وکړ چې بله میاشت یې د امریکا متحده ایالاتو ته صادروي.

د امریکا دننه د تیلو او طبعي ګازو تولیداتو د امریکا په مارکیټ کې د سعودي عربستان د تیلو په اسهامو اغیزه کړې ده. د امریکا په شمالي ډاکوټا او ټیکساس په ایالتونو کې تیل او طبعي ګاز تولیدیږي.

سعودي عربستان اوس د تیلو په تولیداتو کې د امریکا د متحده ایالاتو نه وروسته په دوهمه درجه کې راځي، خو تر اوسه لاهم سعودي عربستان په نړۍ کې تر ټولو لوی د تیلو صادرونکی هیواد دی.

XS
SM
MD
LG