د لاس رسي وړ اتصالات

په عُمان کې د ایران د اټومي پروګرام په سر خبرې کیږي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د خپل ایراني انډول محمد جواد ظریف سره په عمان کې مخامخ خبرې کوي.

په خبرو کې د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشره کاټرین اشتون هم برخه اخلي.

خبرې د ایران د اټومي پروګرام په اړه کیږي. د ایران د اټومي پروګرام په سر د موافقې د کیدو لپاره ټاکل شوی مهلت په دوو اونیو کې پوره کیږي.

کېري او ظریف د خبرو د پيلیدو نه مخکې یو بل ته لاس ورکړ خو رسنیو ته یې څه و نه ویل.

د کېري سره له ملاقات نه مخکې، ظریف وویل چې په دوو برخو کې اختلافات شته.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړه چې دا چې ایران د څومره یورانیمو د غني کولو حق لري او بندیزونه به څنګه لېري کیږي هغه موضوعات دي چې پرې اختلافات موجود دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي چې د ایران د اټومي پروګرام پر سر د تشنج د کمولو لپاره پکار ده چې په هیواد یې لګول شوي بندیزونه لېري شي.

د ظریف، کېري او اشټون ترمنځ د خبرواترو هدف دا دی چې په ایران کې د یورانیمو په غني کولو باندې د تصدیق وړ محدودیت ولګول شي.

پرون، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په بیجینګ کې وویل چې د ایران د آتومي پروګرام په سر یوې موافقې ته د رسیدو په برخې کې د دواړو خوا ترمنځ اختلافات شته.

ښاغلي کېري وویل چې د ایران د اټومي پروګرام په اړه مذاکرات د نورو مسائلو په سر د مذاکراتو نه جلا دي.

په نورو مسائلو کې د اسلامي دولت په خلاف د ایران د احتمالي همکارۍ موضوع هم شامله ده.

د امریکا ولسمشر باراک اوباما په دې ورستیو وختونو کې ویلي دي چې امریکا او نورو لویو قدرتونو ایران ته د دغه هیواد د اټومې پروګرام په سر د موافقې لپاره خپل شرایط ورکړي دي.

غربي هیوادونه شک لري چې ایران غواړي اټومي بم جوړ کړي خو ایران وايي چې اټومي وسلې نه جوړوي او آټومي پروګرام یې سوله ییزې موخې لري.

XS
SM
MD
LG