د امریکا متحده ایالات، برتانیه او د افغانستان نور متحدین وایي د افغانستان نوی حکومت به یوازي نه پریږدي او د افغانستان جمهور رئیس اشرف غني وایي په داسي حال کې چې نړیوالې امنیتي قواوی د افغانستان نه وځي او د طالبانو حملې زیاتیږي، « سوله تر ټولو لومړیتوب لري.»
ښاغلي غني په لندن کې د افغانستان په اړه په یوه ورځنۍ غونډه کې چې د څه د پاسه ٦٠ هیوادونو استاځو په کې برخه اخیستې وه وویل چې هغو څارونکو چې وړاندوینه یې کړې وه چې د نړیوالو قواو په وتلو سره به د افغانستان حالات ډیر خراب شي، اشتباه کړې وه.
ولسمشز غني د دې غونډي په پای کې په خپله وینا کې وویل چې « تاریخ به تکرار نه شي. موږ په ماضی باندې بریالي شوي یو.»
د امریکا متحده ایالاتو د ٢٠١٢ کال را پدې خوا د افغانستان د حکومت سره د ٨ ملیارډ ډالرو مرستي کړي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري وعده وکړه چې له کانگرس نه به وغواړي چې تر ٢٠١٧ کال پورې افغانستان ته « فوق العاده» مرستي منظوري کړي.
د دې مرستو کچه معلومه نه ده. ښاغلي کیري وویل « موږ دې ته متعهد یو چې د دې تضمین وکړو چې افغانستان به بیا د تروریستانو لپاره خوندي او امن ځای نه وي چې له هغه نه به نړیوالې ټولني ته گواښونه کوي.»
هغه وویل چې « موږ په دې پوهیږو چې دې هدف ته د رسیدو د پاره تر ټولو ښه او مؤثره لار دا ده چې د افغانستان د سیاسي اتحاد او امنیت ملاتړ وشي.»
په دې غونډه کې د برتانیې صدراعظم ډیویډ کامیرون هم وینا وکړه. هغه افغانستان ته د دې تضمین ورکړ چې موږ ستاسی سره ولاړ یو.
هغه وویل وویل « موږ ستاسي سره د لاري په هر قدم کې ملگري یو.»
په افغانستان کې د نړیوالو قواو ١٣ کلن ماموریت د ډیسیمبر په ٣١مه پای ته رسیږي، که څه هم چې ښاغلي غني د واشنگټن او ناتو سره امنیتي تړونونه لاسلیک کړي دي چې د نړیوالو قواو موجودیت ته د دوام اجازه ورکوي. تقریبا ١٠ زره امریکایي عسکر به د کال تر پای پوري په افغانستان کې پاته وي.
دې غونډه کې د افغانستان سره د مرسته کوونکو هیوادونو یو شمیر لوړ رتبه چارواکو او استازو هم گډون کړی چې یو یې د پاکستان صدراعظم نوازشریف او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري و.
امریکا چې د افغانستان ستر نظامي او مالي ملاتړ کوونکی هیواد او پاکستان چې د افغانستان گاونډۍ او په ډیرو چارو کې ښکیل اړخ بلل کیږي، د دې دواړو ملکونو د مهمو مشرانو گډون او ویناوې په دې غونډه کې ډیرې ارزښتناکې بلل کیږي.
د پاکستان صدراعظم نواز شریف د لندن غونډې ته وویل چې د ده هیواد د افغانستان د نوي دولت سره یو نوی دور پیلوي. ده خپله د نومبر په میاشت کې د افغانستان د ولسمشر کوربتوب کړی او ډاډ ېې ورکړی چې پاکستان به د افغانستان په امن او اقتصادي وده کې خپل مثبت رول لوبوي.
صدراعظم نواز شریف د افغانستان په اړه د لندن غونډې ته وینا کې وویل پاکستان او افغانستان په دې موافقه کړیده چې ترهگري د دوي شریک دښمن دی او باید په شریکه ېې مقابله وکړو. په دې هم موافقه وشوه چې هیچا ته اجازه نه ورکوو چې زموږ خاوره د یو بل خلاف استعمال کړي. همداراز د اقتصادي ودې دپاره د سرمایه گزارۍ او د سیمه ایزې اقتصادي همکارۍ فعالیت زیات شي.
د پاکستان صدراعظم دې غونډې ته د وینا په وخت خپل د نهو مادو هغه طرحه هم بیان کړه چې پاکستان ته د افغان جمهوررئیس اشرف غنی د سفر په وخت یې د هغه سره شریکه کړې وه.
نواز شریف یو په یو د دغې طرحې ټکي یاد کړل او وې ویل چې دې کې د نړۍ همکاري ډیره مهمه ده.