د لاس رسي وړ اتصالات

فیلدمن: د کابینې په اړه اندیښنو کې مبالغه کیږي


د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ولسمشر ځانګړی استازی ډانیل فیلدمن
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ولسمشر ځانګړی استازی ډانیل فیلدمن

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ولسمشر ځانګړی استازی ډانیل فیلډمن وايي چې فکر کوي په افغانستان کې د کابینې د نه ټاکل کیدو په اړه په اندیښنو کې «د مبالغې نه کار اخیستل کیږي.»

ښاغلي فیلډمن د امریکا غږ د اردو څانګې سره په مرکې کې وویل چې ولسمشر غني او اجرایي رئیس عبدالله نړیوالو ته ډاډ ورکړی چې وزیران به ډیر ژر وټاکي.

د ولسمشر اوباما ځانګړي استازي فیلډمن زیاته کړې ده چې دواړو مشرانو ویلي دي چې په یوې پروسې باندې یې موافقه کړې او د وزیرانو د ټاکلو لپاره یې معیارونه ټاکلي دي.

خو ښاغلي فیلډمن وویل چې «د تیرو دوو نیمو او یا دریېو میاشتو په جریان کې، چې وزیران هم نه دې ټاکل شوي، که د نوي حکومت کارونو ته وکتل شي نو دغه حکومت ډیر موثر دی.»

د افغانستان او پاکستان لپاره د ولسمشر اوباما ځانګړي استازي د نوي حکومت د لاس ته راوړونو ذکر وکړ.

د نوي حکومت لاس ته راوړنې

فیلډمن وویل چې «نوي حکومت د امریکا او ناټو سره امنیتي تړونونه لاسلیک کړل او دا یې اطمیناني کړل چې دغه تړونونه د ملي شورا لخوا تصویب کیږي.»

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا استازي د کابل بانک د قضیې د بیرته پرانستلو ذکر هم وکړ او همداراز یې د یو شمیر قوانینو د نافذ کولو او فرمانونو د جاري کولو خبره هم وکړه.

ښاغلي فیلډمن د ولسمشر غني د رسمي سفرونو د نوي حکومت د لاس ته راوړونو په توګه یاد کړه. هغه وویل چې د ملي یووالي حکومت د لندن په کنفرانس کې د اصلاحاتو لپاره خپله اجنډا وړاندې کړه او نړیوالې ټولنې هم ژمنه وکړه چې افغانستان سره به خپل ملاتړ ته ادامه ورکوي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي د ملي یووالي د حکومت د جوړیدو په اړه او د امریکا د نقش په اړه وویل چې د انتخاباتو د دوهم پړاو دواړو کاندیدانو دا پریکړه کړې چې دا د افغانانو په ګټه ده چې د ملي یووالي حکومت جوړ شي او دغه به د میلیونو افغانانو رایېو ته درناوي وي چې په انتخاباتو کې یې برخه اخیستې وه.

خو ښاغلي فیلډمن دا هم وویل چې د ملي یووالي د حکومت چلول خپل مشکلات لري. هغه زیاته کړې ده چې حتا په ډیرو پرمختللو دیموکراتیکو هیوادونو کې هم د ملي یووالي حکومتونه خپل مشکلات لري.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي ډانیل فیلډمن د پیښور پر ښوونځی باندې د برید د قربانیانو د کورنیو سره خواخوږي وښودله. هغه وویل چې افغانستان او پاکستان باید د فرصت نه ګټه واخلي او د تروریزم خلاف مبارزې کې د یو بل سره همکاري وکړي.

ښاغلي فیلډمن وویل چې « دغه د دواړو هیوادونو مسولیت جوړیږي چې عمل ورباندې وکړي. په حقیقت کې د [پیښور پر ښوونځې] د عامه وژنې نه یوه ورځ ورسته، په کابل کې خبرې ډیرې تعمیري وي.»

هغه وویل چې دا باید اطمیناني شي چې په دواړو خواوو کې د تروریستانو لپاره د پټیدو ځایونه له مینځه یووړل شي.

ښاغلي فیلډمن وویل چې امریکا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د همکارۍ د فضا د رامنځ ته کیدو سره مرسته کولای شي. هغه وویل چې د نړیوالې ټولنې په ګټه ده چې د سیمې ملکونه د یو بل سره همکاري وکړي.

د ولسمشر اوباما ځانګړي استازي د افغانستان د امنیتي قواوو په اړه وویل چې افغانان اوس د دې وس او توان لري چې د افغانستان امنیت وساتي.

خو هغه زیاته کړه چې دا «واضح ده چې امنیتي وضعیت، د نړیوالو ځواکونو د وتلو سره، تغیر خوري.»

هغه وویل چې دا یې علت دی چې ولسمشر اوباما د مي په میاشتې کې خپل پلان چې د ۲۰۱۴ کال نه ورسته به بل پړاو څه وي اعلان کړ. هغه وویل چې امریکا او نړیواله ټولنه به د افغانستان سره خپلو مرستو ته ادامه ورکړي.

XS
SM
MD
LG