د لاس رسي وړ اتصالات

فلسطینیان د جنایاتو د نړیوالې محکمې غړیتوب غواړي


ښاغلي عباس د چهارشنبې په ورځ د دغې محکمې د پېژندلو موافقه لاسلیک کړه.
ښاغلي عباس د چهارشنبې په ورځ د دغې محکمې د پېژندلو موافقه لاسلیک کړه.

د فلسطینیانو جمهوررئیس محمود عباس رسما د جنایاتو د نړیوالې محکمې د غړیتوب غوښتنه کړې ده.

په دې کار سره داسې معلومیږي چې فلسطینیان نیت لري چې اسرائیل د جنګي جنایتونو په تور دغه نړیوالې محکمې ته راکش کړي.

ښاغلي عباس د چهارشنبې په ورځ د دغې محکمې د په رسمیت پېژندلو موافقه لاسلیک کړه.

محمود عباس وویل چې د ملگرو ملتونو د امنیت شورا په خپلې هغې پریکړې سره چې یوه ورځ مخکې یې وکړه د فلسطین د خلکو سره جفا وکړه.

پرون د ملګروملتونو د امنیت په شورا کې د فلسطیني دولت د جوړولو د پریکړه لیک مسوده رد شوه.

ښاغلي عباس وویل چې فلسطینیان غواړي د ده په قول په دوی او د دوی په خاورې باندې د تیري له امله شکایت وکړي.

د اسرائیلو صدراعظم بینجامین نتنیاهو گواښ کړی چې د جنایاتو د نړیوالې محکمې د دې غوښتني په خلاف اقدامات وکړي. خو هغه د اقداماتو په اړه وضاحت ورنکړ.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جیف راتکي وویل چې امریکا د فلسطین د چارشنبې د ورځي د اقدام له کبله زیاته نا آرامه شوې ده.

راتکي وویل چې دا کار گټور نه دی او د فلسطین د مستقل هیواد د جوړیدو په برخې کې د فلسطینیانو د هڅو لپاره هیڅ هم نه شي کولای.

فلسطین په ملګروملتونو کې د دایمي ناظر څوکۍ لري. په دې حساب بیا فلسطینیان کولای شي چې د جنایاتو د نړیوالې محکمې غړیتوب تر لاسه کړي.

ملګرو ملتونو د جنایاتو نړیواله محکمه د دې لپاره جوړه کړې ده چې هغه کسان محاکمه کړي چې په قتل عام، جنګي جنایاتو او د بشریت پر ضد په نورو جنایاتو تورن وي.

د جنایاتو نړیواله محکمه د دې صلاحیت نه لري چې څوک ونیسي خو دا صلاحیت لري چې د نیولو امر وکړي.

XS
SM
MD
LG