د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: د افغانستان نه د عسکر د ایستلو پلان نه بدلوو


د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ارنست وايي چې اوباما به د پاته امریکايي عسکرو په اړه له سره غور و نه کړي.
د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ارنست وايي چې اوباما به د پاته امریکايي عسکرو په اړه له سره غور و نه کړي.

امریکا وايي چې د افغانستان نه به خپل پاته عسکر د پلان سره سم وباسي. د پلان په اساس به د پاته امریکايي عسکرو لویه برخه د افغانستان نه په راتلونکو دوو کلنو کې ووځي.

د یکشنبې په ورځ ولسمشر غني د یو امریکايي تلویزوني چینل سره په مرکې کې ویلي و چې ښايي د امریکا ولسمشر د دې اړتیا وویني چې د پاته امریکايی عسکرو د ایستلو په پلان باندې له سره غور وکړي.

په مرکې کې ولسمشر غني زیاته کړې ده چې مهال ویشونه باید د کاڼې کرښې و نه ګنل شي.

خو د دوشبنې په ورځ د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ارنست وویل چې اوباما به د پاته امریکايي عسکرو د شمیر په اړه د سره غور و نه کړي.

امریکا او ناټو څو ورځې وړاندې په افغانستان کې خپل محاربوي ماموریت پای ته ورسوی او افغان ځواکونو ته یې امنیتي مسولیت وروسپاری.

اوسمهال په افغانستان کې ۱۰۸۰۰ امریکايي عسکر موجود دي. په افغانستان کې د نړیوالو قواوو د نوي ماموریت په اساس، چې د قاطع ملاتړ په نامه یادیږي، دغه عسکر افغان قواوو ته د روزنې، مشورې او مرستې چارې مخې ته وړي.

د امریکا د دفاع د وزارت یو ویاند ویلي دي چې د امریکايي عسکرو د رایستلو د پلان په اساس به په راتلونکو څو میاشتو کې په افغانستان کې د پاته امریکايي عسکرو شمیر ۹۸۰۰ ته ورسیږي.

د ۲۰۱۶ کال په لومړیو میاشتو کې به د دغو عسکرو سم نیمايي د افغانستان نه ووځي.

د ۲۰۱۶ کال په پای کې به په افغانستان کې یوازی ۲۵۰۰ امریکايي عسکر پاته شي چې زیاتره به یې په کابل کې وي.

XS
SM
MD
LG