د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د پوځ پر ټویټر د سایبري برید پلټنه کوي


د امریکا د مرکزي قوماندانۍ د ټویټر او یوټیوب پاڼې د لنډې مودې لپاره د هکرانو په واک کې وې
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ د ټویټر او یوټیوب پاڼې د لنډې مودې لپاره د هکرانو په واک کې وې

د امریکا د تحقیقاتو فدرالي اداره یا FBI وايي چې د امریکا د مرکزي قوماندنۍ پر ټویټر او یوټیوب باندې د انټرنیتي بریدونو په اړه تحقیقات کوي.

د امریکا مرکزي قوماندنۍ په عراق او سوریې کې د اسلامي دولت د ډلې خلاف د هوايي بریدونو نظارت یا څار کوي.

هکرانو پرون د لنډ وخت لپاره د امریکا د مرکزي قوماندانۍ د ټویټر او یوټیوب حسابونه هک کړل. دغه هکرانو ويلي دي چې د اسلامي دولت ډلې ته وفادار دي.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ پر ټویټر امریکايي عسکرو ته ګواښ شوی و او لیکل شوي و چې «در روان یو، پر ځانو پام کوی.»

د دغه پیغام نه ورسته، هکرانو د امریکا د مرکزي قوماندنۍ د ټویټر له لارې نور پيغامونه هم خپاره کړل. په یو پیغام کې د هغو اسنادو انټرنیټي آدرسونه لیکل شوي وو چې د امریکا د پوځ د لسګونو چارواکو د ټلیفون شمیرې او د ایمیلونو ادرسونه او د کورونو آدرسونه شامل وو.

همداراز، د مرکزي قوماندې پر ټویټر باندې هغه نقشې هم خپرې شوې وي چې داسې معلومیږي چې د چین او شمالي کوریا نظامي نقشې وي.

د امریکا غږ سره په خبرو کې، د امریکا مرکزي قوماندنۍ دا تایید کړه چې د تویټر او یو ټیوب پر پاڼو یې بریدونه شوي دي.

خو د مرکزي قوماندې چارواکو وویل چې دوی د دغه موضوع د حل لپاره مناسب اقدامات کړي. د مرکزي قوماندنۍ د ټویټر او یوټیوب حسابونه، د انټرنیټي بریدونو نه ۳۰ دقیقې ورسته وتړل شول.

امریکايي چارواکي وايي چې د تویټر او یوټیوب پر حسابونو باندې بریدونه د امنیتي ګواښ د موجودیت استازیتوب نه کوي.

د دوشنبې د ورځې انټرنیټي برید داسې مهال شوی چې ولسمشر اوباما د انټرنیتي امنیت په اړه وینا کوله. هغه په واشنګټن کې د تجارت فدرالي کمیسیون ته په وینا کې وویل چې د معلوماتو غلا کول امریکايي مصرف کوونکو ته مستقیم ګواښ دی.

XS
SM
MD
LG