د لاس رسي وړ اتصالات

بې مشره او خپل سره ترورستان زیات شویدي


تیره اونۍ چې کله په پاریس کې د یوې طنزیه مجلي شارلي ایبدو په دفتر حمله وشوه او په نتیجه کې ېې دولس کسان ووژل شو، نو ورسره دا سوال هم پیدا شو چې امریکا او ایتلافي ملکونه ېې د تیرو څو کالو راهیسې د اسلامي افراطي ډلو خلاف مبارزه کوي خو بیا هم داسې پیښه څنگه وشوه؟

د دې پوښتنې ځواب د پاره د امریکا غږ خبریالې شیرون بین د ځینو کارپوهانو سره خبرې کړیدي.

د څیړونکو په نظر پاریس کې شوې حمله او بیا دلته واشنگټن کې د یوې حملې د دسیسې نه معلومیږي چې د ترورستانو د خپل کار بڼه بدله کړیده. داسې ښکاري چې ترورستان اوس د کومې ډلې د مشر نه د قوماندې اخیستو په ځای پخپله شبکه جوړوي او حملې ترتیبوي.

د فرانسې دولت د پاریس د پیښې نه مخکې د دوه حمله کونکو وروڼو او د یو دریم حمله کونکي امدي کولبلي په اړه د تیرو څو کالو نه معلومات درلودل او ورپسې لگیدلي وو
د فرانسې دولت د پاریس د پیښې نه مخکې د دوه حمله کونکو وروڼو او د یو دریم حمله کونکي امدي کولبلي په اړه د تیرو څو کالو نه معلومات درلودل او ورپسې لگیدلي وو

د سټارټفور په نوم د نړیوالو استخباراتو د څیړونو د مرکز مرستیال مشر سکاټ سټیورټ وايي چې حمله کونکي اوس د افراطي ډولو په وینا جهاد ته ملا تړي خو کار پخپل اختیار کوي.

هغه وايي «دا تازه حملې دا ثابتوي چې استخبارات په یوې خاصې ډلې نظر ونه ساتي. د وي خپل ځانگې شبکې جوړوي او پرته د کومې غټې ډلې سره د اړیکې نیولو خپل کار کوي چې دې سره د چا توجه ورته په اسانه نه کیږي.»

د پاریس د مجلې په دفتر د شوې حملې مسولیت په یمن کې د القایدې ېوې ډلې په غاړه اخیستی او وايي چې دوي دا کار د خپل مهم پخواني مشر انور الواکي په وینا کړی او عمل ورباندې دوه وروڼو سعید او شریف کاوچي کړیدی..

امریکايي او یمني مامورین فکر کوي چې سعید او شریف کواچي په یمن کې نظامي زدکړه کړې. خو مبصرین وايي چې دوي د القایده د ډلې نه یوازې ابتکار او یو څه معلومات اخیستی او نور کار ېې خپله کړیدی.

انور الواکي په کال ٢٠١١ کې په یمن کې د امریکا د یوې بې پیلوټه الوتکې په حمله کې وژل شوی و، هغه په هغه وخت کې هم د فرانسې د شارلي ایبدو مجله او د هغې مسول سټیفن د هدف په توگه په نښه کړي وو.

بلخوا د امریکا د استخباراتو فیدرالي اداره وايي چې دوي چې د اوهایو ایالت کوم سړی دلته په واشنگټن ډي سي کې د کانگرس په ودانۍ د بم او ټوپک د حملې د دسیسې جوړولو په تور نیولی ،هغه هم د اسلامي دولت د ډلې او انور الواکي سره فکر تړاو درلودو.

دغه نفر چې کرسټوفر کرونل نومیږي، هغه وايي چې ده فکر نه کوه چې ده ته به د خارج نه څوک د ترورستي حملې امر ورکړي نو دوه خپله غوښتل چې د تشدد د لارې جهادي عمل وکړي . د امریکا استخباراتو د تیرو شپږو میاشتو نه دی تقیبوه.

د نیویارک د عدلي زدکړو په پوهنځي کې د ملي امنیت د څانگې مشره کرین گرینبرک وايي چې دا قسم ته انفرادي حمله کونکي ترورستان موندل ډیر سخت دقت او د تروریزم ضد کارونو ته ضرورت لري. یوازې په بې پیلوټه حملو نه ختمیږي.

اف بي آی وايي د اوهایو ایالت اوسیدونکي په واشنگټن کې د کانگرس په ودانۍ د بم او ټوپک د برید د دسیسې جوړولو په تور نیولی چې د اسلامي دولت د ډلې او انور الواکي سره یې فکري تړاو درلود.
اف بي آی وايي د اوهایو ایالت اوسیدونکي په واشنگټن کې د کانگرس په ودانۍ د بم او ټوپک د برید د دسیسې جوړولو په تور نیولی چې د اسلامي دولت د ډلې او انور الواکي سره یې فکري تړاو درلود.

هغه وايي «که اوس په عرب نړۍ کې د القایده ډله یا د اسلامي دولت ډله خلکو ته د افراطیت د فکر ورکولو سبب گرځي نو بیا به دا گرانه شي چې د د ډلې د یو مشر د وژلو سره به ټولو ډله ختمه شي. ځکه چې اوس د ډلې نه افراطي فکر ډیر قوي شویدی

کارپوه سټوریټ هم وايي چې دغه بې مشره او بې سره ترورستان تعقیبولو گران کار دی او بله خبره داهم ده چې دوي دومره مسلکي هم نه وي نو د غټې حملې توان هم نه ل‏ري.

د فرانسې دولت د پاریس د پیښې نه مخکې د دوه حمله کونکو وروڼو او د یو دریم حمله کونکي امدي کولبلي په اړه د تیرو څو کالو نه معلومات درلودل او ورپسې لگیدلي وو. خو سیاسي مبصره گرینبرگ وايی چې مسله دا نه ده چې استخباراتي زیار کې کمی دی بلکې ضرورت د دې خبرې دی چې باید دغه استخباراتي معلومات په سم ډول وڅیړل شي او د حملې نه مخکې ېې د مخنیوی غم وخوړل شي.

XS
SM
MD
LG