د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: وخت یې دی چې افغانان بیرته خپل هیواد ته لاړ شي


پاکستان وايي چې د افغان کډوالو ستنیدل به د دوی په خوښه وي.
پاکستان وايي چې د افغان کډوالو ستنیدل به د دوی په خوښه وي.

پاکستان وايي چې غواړي د افغان کډوالو د بیرته ستنیدو چارې پیل کړي خو افغانان به په زوره د پاکستان څخه و نه ایستل شي.

د ملی امنیت او بهرنۍ پالیسۍ په برخې کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز د چهارشنبې په ورځ په اسلام آباد کې خبریالانو ته وویل چې د درې اړخیزې موافقې په اساس افغان کډوال باید چې د ۲۰۱۵ کال تر پایه د پاکستان نه ووځي.

ښاغلي عزیز وویل چې «ښکاره ده، که چیري دوی د ۲۰۱۵ کال تر پایه پورې ځي، نو ټول خو د ۲۰۱۵ کال د دیسمبر په میاشتې کې نه شي تللی، نو پروسه باید چې [اوس] پیل شي. موږ د ملګروملتونو د مهاجرو د ادارې سره په تماس کې یو تر څو هغو مهاجرو ته چې دوطلبانه غواړي هغو سیمو ته ولاړ شي چې هلته د ژوند امکانات شته او سوله پکښې شته زمینه برابره کړي.»

د پاکستان د صدراعظم سلاکار وویل چې په پاکستان کې ۱،۷ میلیون رجستر شوي مهاجر اوسیږي او د هغو مهاجرو شمیر بیا شاووخوا ۱،۳ میلیونو ته رسیږي چې رجسټر شوي نه دي.

د مهاجرو په اړه، د افغانستان حکومت، د پاکستان حکومت او د ملګروملتونو د مهاجرو ادارې درې اړخیزه موافقه کړې وه چې په اساس به یې افغانان د روان عیسوي کال تر پایه پورې د پاکستان نه ووځي. خو په افغانستان کې جګړو او د امنیت په اړه اندیښنو، او خراب اقتصادي حالت، افغانستان ته د کډوالو د ستنیدو بهیر ورو کړی دی.

د افغانانو ځورول

د پاکستان حکومت په پیښور کې پر ښوونځی باندې د برید نه ورسته د تروریزم پرضد خپل اقدامات ډیر کړيدي.

د پاکستان حکومت د هغو افغانانو د نومونو ثبتول پیل کړي چې قانوني اسناد نه لري. د پاکستان حکومت هغه افغانان چې په پاکستان کې په ښارونو کې د مهاجرو په توګه ثبت شوي دي د مهاجرو کمپونو ته استوي.

زیاتره افغانان د خیبر پښتونخوا په صوبې کې ژوند کوي. که څه هم پاکستاني طالبانو ویلي چې په پیښور کې پر ښوونځی دوی برید کړی خو پاکستاني چارواکي بیا هم د مهاجرو خلاف اقدامات کړي دي.

که څه هم پاکستاني چارواکو پخوا ویل چې افغان کډوالو د پاکستان پر اقتصاد باندې بوج دي خو په دې ورستیو کې دا هم ورسره وايي چې په پاکستان کې د جنایي پيښو او افراطیت زیاتیدل هم د افغان کډوالو سره تړلي موضوعات دي.

د افغان حکومت عکس العمل

د افغانستان چارواکو خبرداری ورکړی چې که پاکستان، د تروریزم خلاف د خپلو اقداماتو په لړ کې، پر افغانانو بې ځایه فشار واچوي نو د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې به خرابې شي.

افغان چارواکو بیا امریکا غږ ته ویلي دي چې د پيښور د برید نه وروسته پر افغان مهاجرو فشار زیات شوی دی. افغان چارواکو دا خبره هم کړې ده چې پاکستاني چارواکي په پټو سترګو افغانان ځوروي او په ډیر شمیر کې یې نیسي.

افغان چارواکو زیاته کړې ده چې حتا هغه مهاجرین هم ځورول کیږي چې قانوني اسناد لري. افغان چارواکو خبرداری ورکړی چې د مهاجرو ځورول به په دوه اړخیزه مناسباتو باندې، چې په دې ورستیو وختونو کې ښه ښوي دي، منفي تاثیر وکړي.

ځايي مطبوعاتو رپوټونه خپاره کړیدي چې افغانان په زوره د خپلو کارونو نه بې برخې کیږي او د کورونو نه ایستل کیږي.

د ملګرو ملتونو چارواکو د خبیر پیښتونخوا په صوبې کې د مهاجرو خلاف د اقداماتو په اړه تشویش څرګند کړی دی او ویلي یې دي چې دغه اقدامات به ګټه و نه کړي.

داوطلبانه ستنیدل

د پاکستان د حکومت سلاکار سرتاج عزیز وویل چې د پاکستان او افغانستان مناسبات په تیرو څو میاشتو کې ښه شوي دي او دواړه خواوي غواړي چې د مهاجرو موضوع ته هم رسیدګي وکړي.

هغه وویل چې د افغانانو د داوطلبانه ستنیدو لپاره د ملګروملتونو د مهاجرینو د ادارې د پروګرام له لارې ډیر شمیر مهاجرین بیرته افغانستان ته ستانه شوي دي خو دې ته اړتیا شته چې دغه پروسه لا پسې چټکه شي.

د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز وویل چې «موږ د افغان حکومت سره کار کوو چې د نړیوالو همکاریو په چوکاټ کې مهاجرو ته لا ښه امتیازات ورکړي. موږ کولای شو، په هغو سیمو کې چې نسبي آمن دی، د هغو خلګو لپاره چې ستنیږي کورونه جوړ کړو ترڅو د دوی د ښه ژوند لپاره شرایط برابر کړو.»

په خپلو خبرو کې ښاغلي عزیز زیاته کړه چې «خو مشکله ده چې وویل شي چې څومره کسان به د دغو اقداماتو له وجې د اوس نه بیا تر ډیسمبر پورې افغانستان ته ولاړ شي. خو مهم شی دا دی چې د اوس دپاره دغه پروسه داوطلبانه ده او په زوره به هیڅ څوک و نه ایستل شي.»

XS
SM
MD
LG