د لاس رسي وړ اتصالات

د ترکیې او اسرایلو سیاسي اړيکي لا ترینګلي شوي


 د امرېکا غږ خبریاله ډوریان جونز وايي د ترکیې په تګلارې کې دا بدلون په واشنگټن او تل ابېب کې له چاوراکو سره اندېښنې پېدا کړي
د امرېکا غږ خبریاله ډوریان جونز وايي د ترکیې په تګلارې کې دا بدلون په واشنگټن او تل ابېب کې له چاوراکو سره اندېښنې پېدا کړي

په روانه میاشت کې په پاریس کې د شارلي ایپدو پر مجلې او د یهودانو پر یوې هټۍ له بریدونو وروسته، د ترکیې او اسرایلو دولتي مشرانو یو د بل په ضد ډېر سخت الفاظ کارولي دي، او کله چې د اسرایلو صدراعظم په پاریس په اصلاح د یوالي په نامه مارش کې برخه واخسته د ترکیې جمهور ریس رجب طېب اردوان وغانده.

په استانبول کې د امرېکا غږ خبریاله ډوریان جونز وايي د ترکیې په بهرنۍ تګلارې کې دا بدلون په واشنگټن او تل ابېب کې له چاوراکو سره ېو لړاندېښنې پېدا کړي دي.

د ترکیې د جمهور ریس طېب اردوان او اسرایلو ترمنځ د شخړې ېوه مهمه وجه دا ده چې ترکیه د فلسطېن د حماس له سازمان سره ډېرې نژدې اړېکې لري.

کله چې نتن یاهو پاریس ته ولاړ جمهور ریس اردوان په ډېره تنده اوغوصه ناکه لهجه وویل" هغه څنگه ددې جرات کوي چې په دغه شان غونډو کې گډون وکړي او خپله خواخوږي د فرانسې له خلکوسره څرگنده کړي. ښه به دا وي چې د بل هرڅه لومړی دهغو فلسطېني ښځو او ماشومانو حساب ورکړي د اسرایلو پوځ وړم کال په غزه کې قتل عام کړل."

داسرایلو صدراعظم دترکیې دجمهور ریس په ځواب کی وویل چې د ښاغلي اردوان دا ډول تبصرې د هغه په وېنا شرمناکې دي اونړېواله ټولنه یې باید رد کړي.

د ترکېې د ملیت ورځپانې سېاسی مبصر قادري گورسېل وایي ددغو سختو خبرو نه دا څرگندېږي چې د ترکیې او اسرائل د موجوده مشرتابه ترمنځ جوړ جاړی ناممکن دی.

هغه وویل"معلومېږي چې د اسرایلو او ترکیې ترمنځ ېو ډول بحراني حالت روان دی او د ساړه جنگ د زمانې په شان ذهنیت یې پیدا کړی دی. د روغې جوړې لپاره چې تراوسه هلې ځلې شوې دي او د امریکا په شمول درېیمگړو ډلو چې هرڅومره فشار وارد کړی و، سمه نتېجه ېې ورنه کړه."

واشنگټن پوره زیار باسي چې په سیمه کی خپل دواړه مهم ملګري سره جوړ وساتي.

د اسرایلو او ترکیې اړېکې وروسته له هغې ډېرې خرابې شوې چې د اسرایلو کوماندو په ٢٠١٠ م کا ل دمدېترانې په سمندرگي کې د ترکیې ېوې مال وړونکې کښتۍ ته په زور وختل او نهه ترکان یې ووژل.

په دغه کښتۍ کې د غزې د اوسېدونکو لپاره بشري مرستې بار وې، له ترکېې نه یې حرکت کړی او غوښتل ېې چې د اسرایلو له خوا دغزې محاصره ماته کړي.

کله چې قطرد اسرایلو د فشار له امله د فلسطین د حماس سازمان مشرخالد مشعل له دوحې نه په چوپه خوله وویست نو د ترکیې حکومت ورته سیاسی پناه ورکړه. دغه کار اسرایل نور په قهر کړي دي او شاید چې د ترکیې سره اړیکې لا زېاتې سړې شي.

د یوې ترکۍ ورځپاڼې د ډېپلوماتېکي چارو لیکوال سمیع ایزد وايي څرنگه چې ترکیه له حماس سره دوستانه اړېکي لري نو ځکه یې ښاغلي مشعل ته بلنه ورکړه چې په ترکېه کی ژوند وکړي.

دی وايي "د ترکیې موجوده حکومت بلکل په هره معنی د فلسطېن د حماس او د مصر اخوان المسلېن گوند ملاتړ کوي، صدراعظم احمد دواد اوغلو شخصا له ښاغلي مشعل او د مصر له معزول شوي جمهور ریس محمد مرسي سره ملګرتیا ساتله او څو ځلې ېې ورسره لېدلي دي. د ترکېې مشران غواړي چې خپله پخوانۍ دوستي هماغسې وساتي."

د اسرایلو حکومت چې حماس ته په ښه نظر نه گوري، ډېره ژوره بدگوماني ېې په زړونو کې پېدا شوې ده او فکر کوي چي د حماس مشر پر اسرایلو د ترکیې له خاورې نه د حملې پلانونه جوړوي. د اسرایلو مشران دا ادعا هم کوي چې په دې وروستېو کې یې امنېتی ځواکونو دحماس ېو شمېرحملې شنډې کړې دي چې د هغوی په وینا خالد مشعل یې خپلو قوماندانانو ته لارښوونه کړې وه، د ترکیې مشران د اسرایلو دغه تور په بشپړه توگه ردوي.

د سېاسي چارو یو شمېر څېړونکي په دې باور دي چې هر څومره چې ترکیه ځان د نړۍ د مسلمانانو د حقوقو د مدافع په توگه را مخې ته کیږي، هماغږمره یې د واشنگټن او اروپا له سیاسي مشرانو سره د ترکیې د سیاست په باب اندېښنې زېاتېږي.

XS
SM
MD
LG