د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما دداعش پرضد د قوې داستعمال درې کلنه اجازه وغوښته


د امریکا ولسمشر براک اوباما د کانګریس نه غواړي چې د اسلامي دولت او نورو سخت دریزه ډلو پر ضد د پوځي قوې د استعمال لپاره دې د دریو نورو کالونو لپاره هم اجازه ورکړي.

سپینه ماڼۍ دا غوښتنه پداسې حال کې کوي چې کانګریس ته ویل شوي په زیاته اندازه د بهرنیو هیوادونو جنګیالي عراق او سوریې ته روان دي چې د اسلامي دولت د ډلې سره یو ځای شي.

د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ارنست وایي، سره لدې چې ولسمشر براک اوباما دا صلاحیت لري چې د اسلامي دولت د ډلې په خلاف د پوځي اقداماتو امر ورکړي.

خو ښاغلي ارنست زیاتوي چې که چیرته کانګریس دا اجازه ورکړي نو دا به د اسلامي دولت د کمزوره کولو او له منځه وړلو لپاره د خلکو د استازو د یو والي یوه نښه وي.

جاش ارنست وویل چې " ولسمشر کله چې د لومړي ځل لپاره پروسږکال د نومبر په میاشت کې پدې بحث پیل کړ او بیا یې چې د مداخلې اعلان هم وکړ، د هغې نه وړاندې حکومتي چارواکو په سنا او د استازو په مجلس کې د دیموکراتانو او جمهوري غوښتونکو سره پدې هکله خبرې کړیدي. "

د سپینې ماڼۍ ویاند زیاته کړې ده چې "د دې کوښښونو هدف دا و چې داسې څه وویل شي چې دیموکراتان او جمهوري غوښتونکي یې ملاتړ وکړي. ولسمشر پدې باور دی چې پیغام هغه وخت زیات قوي وي چې د دواړو ګوندونو لخوا یې ملاتړ وشي. "

ولسمشر براک اوباما په عراق او سوریې کې د اسلامي دولت په ډلې د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو هوایي بمبارۍ د هغه صلاحیت له مخې توجیه کوي چې په امریکا باندې د سپټمبر د میاشتې د یوولسمې نیټې د تروریستي بریدونو نه وروسته کانګریس پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش ته ورکړی و.

د پوځي قوې د کارونې دا اجازه به د هغه صلاحیت ځای ونیسي چې په 2002 کال کې د عراق د جګړې لپاره ولسمشر ته ورکړل شوی و.

او له مخې به یې ولسمشر اجازه ولري چې د خاصو عملیاتو ځواکونه او پوځي سلاکاران هر چیرته چې وغواړي، ویې لیږلی شي خو دا صلاحیت به ونلري چې د زیات وخت لپاره ځمکني عسکر چیرته ځای پر ځای کړي.

د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ارنست یو ځل بیا: " ولسمشر پدې باور دی چې د محاربوي ماموریت لپاره په عراق او سوریې کې په زیات شمیر د امریکایي عسکرو ځای پر ځای کول زمونږ د ملي امنیت په ګټه ندی. "

جاش ارنست وایي چې پدې تیرو څو اوونیو کې د حکومت او کانګریس د غړیو تر منځ مشورې زیاتې شویدي چې د همدغو لیدو کاتو له برکته به ولسمشر ته اجازه ورکړل شي.

د مشرانو په جرګې کې د جمهوري غوښتونکو د ګوند مشر میچ مکانل وایي چې ښایي په راتلونکو څو اوونیو کې به دا د کانګریس د غړیو د بحث توده موضوع وي.

مکانل وویل چې "دا بیخي زیاته مهمه مسله ده، مونږ به راتلونکې اوونۍ پدې بحث پیل کړو او د جرګې ټول غړي به پکې برخه اخلي. د پوځي قوې د کارونې د صلاحیت ورکولو په شان بله هیڅ دومره مهمه او جدي مسله زمونږ لپاره نشته . مونږ ګورو چې ولسمشر دا احساس کړې چې هغه ورته زیات ضرورت لري او همدا وجه ده چې په راتلونکو څو اوونیو کې به د بحث توده موضوع همدا وي. "

په عین حال کې د امریکا د کانګریس غړي د هغو شاوخوا شلو زور کسانو په هکله د تروریزم د چارو د کارپوهانو نظرونه اوري چې د نړۍ د نورو هیوادونو نه عراق او سوریې ته تللي چې د اسلامي دولت د ډلې سره یو ځای شي.

د امریکا د تروریزم ضد ملي اداره وایي چې د یو سل او پنځوسو نه زیات امریکایان او هغه کسان چې په امریکا کې د دایمي اوسیدو اسناد لري، د اسلامي دولت د ډلې سره یو ځای شویدي.

رپوټ وایي د دې نه وړاندې هم د بهرینو هیوادونو اتباع، افغانستان، پاکستان، عراق، یمن او سومالیې ته د جګړې لپاره تللي خو دا ځل دومره زیات کسان عراق او سوریې ته د جګړې لپاره تللي چې پدې تیرو شلو کالونو کې یې ساری ندی لیدل شوی.

کارپوهان وایي چې په 1988 کې یوازې درې سخت دریزه ډلې وي خو په 2001 کال کې بیا دغه ډلې شلو ته رسیدلې دي.

خو تر 2010 کال پورې بیا د سخت دریزه ډلو جوړیدو بیخي زیات زور واخیست. په 2013 کال کې کله چې د عربو پسرلی پیل شو، ورسره سخت دریزه ډلې هم زیاتې شوې او د کال تر آخره تر 51 دغه ډول ډلې پیدا شوې.

XS
SM
MD
LG