د لاس رسي وړ اتصالات

د پیښور امامیه جومات په برید کې ٢٠ تنه ووژل شول


د پیښورد حیات آباد په امامیه مسجد کې د جمعي د لمانځه پرمهال د وسلوالوکسانو په برید کې ٢٠ کسان وژل شوي او تر پنځوسو زیات ژوبل دي، پاکستانې طالبانو د دې برید ادعا کړی ده.

د جمعي ورځ په هرمسجد کی مصروفه ورځ وي، شاو خوا ٨٠٠ کسانو د پیښور په امامیه جومات کې لمونځ ادا کاوه، چې د چادونو او د توپکو ډزي شروع شوي.

خلگ یو ټپی شوي کس روغتون ته رسوي
خلگ یو ټپی شوي کس روغتون ته رسوي

عینې شاهدانو ویلې دی چې د وسله والو کسان سره آتوماټیکې وسلې اولاسی بمونه وو، ځانمرگو واسکټونه اود امنیتې ځوکونو یونیفارمونه اغوستې وو . دوو ځانمگرو چاودونه وکړه او دریم ځانمرگه برید کونکې له دی مخکې چې چاودنه وکړي د جومات د ساتونکو په ډزو کې ووژل شو. یوه کس چې زخمي شوي دی وویل داسې ښکاري چې ډزي د نږدی بلی ودانی څخه شوي دي.

چارواکي وايي، څلور بریدکونکي د مسجد د شا د خوا دېواله نه وراوښتي وو، لومړی یې په لاسي بمونو او ډزو لمونځ کوونکي په نښه کړل. د دوی په خبره ټول څلور بریدګر وو چې د درو ځانمرګو بریدکوونکو د بدن غړي امنیتي چارواکو را غونډ کړي دي.

پاکستانې طالبانو د دې برید ادعا کړی ده. دا هغه ډله ده چې تیر کال د دسمبر په میاشت کې یی د پیښور په یوه پوځي ښوونځي باندي په خونړی برید کې ١٥٠ کسان چې زیاتره یی ماشومان وو ووژل.

ددغه ډلی ویاند (خلیفه منصور) د جمعي د ورځي د درو ځانمرگو برید کونکو نومونه اوعکسونه رسنیو ته استولي دی.

هغه وویل، دغه برید یی د ډاکټرعثمان د اعدامولو د بدل اخیستو دپاره کړی دی. ډاکټرعثمان له هغه ورسته اعدام شو چې صدراعظم نوازشریف د پیښور په پوځي ښوونځي باندي د برید ورسته په پاکستان کې د اعدام د سزا په ورکو باندي بندیزختم کړ .

د پاکستان صدراعظم نواز شريف په پېښور کې د شيعه ګانو پر جومات بريد غندلى او د بېړنيو تحقيقاتو غوښتنه يې کړې ده.

دا ورستې برید په داسي حال کې شوي دی چې د پاکستان دپوځ نطاق تورن جنرال عاصم باجوه دوی ورځي مخکې ویلي وو چې د پیښور په ښوونځې باندی زیاتره برید کونکي یی نیولي دي.

XS
SM
MD
LG