د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د ډرونز الوتکو لپاره قوانین جوړوي


په امریکا کې د ډرونز الوتکو کارونه زیاته شویده. سره لدې چې زیاتره دا وړې الوتکې د سوداګرۍ لپاره استعمالیږي ، خو د امریکا د هوایي چلند ادارې د یکشنبې په ورځ د دغو الوتکو د کارونې په برخې کې د قوانینو د جوړیدو غوښتنه کړې.

سپینې ماڼۍ هم د هغو فدرالي ادارو نه چې ډرونز الوتکې کاري، غوښتلي دي چې د دغو الوتکو کارونه باید شفافه وي او د خلکو مدني آزادۍ ته پکې توجه شوې وي.

په امریکا کې د ډرونز الوتکو نه زیات کارونه اخیستل کیږي. بزګران پرې د خپلو حاصلاتو په هکله معلومات تر لاسه کوي ، د پلونو او بریښنا د پایو معاینه هم پرې کیږي.

د دغو الوتکو لپاره د قانون جوړول به ښایي د څو میاشتو او حتی څو کالونو کار وي چې دا به د ډرونز الوتکو د کارونې په برخې کې یو ستر نوښت وي. دا وړې الوتکې کولی شي چې تر پنځه ویشت کیلومتره فاصلې پورې مزل وکړي.

یو قانون به دا وي چې د ډرونز الوتکې کارونکی باید تحریري امتحان ورکړي. که په امتحان کې بریالی شي، نو د الوتکې د کارونې شهادت نامه به ورته ورکړل شي.

الوتکې به یوازې د ورځې لخوا پرواز کولی شي، د الوتکو چټکوالی به په یوه ساعت کې د 160 کیلو مترو نه زیات نه وي، د پرواز پر وخت به یې په هوا کې جګوالی 152 متره وي او تر ټولو مهمه دا چې په هوا کې نورو الوتکو ته به ځان څرګندوي.

د الوتکو کارونکی باید لږ تر لږه 17 کلن وي، الوتکې به د خلکو د پاسه پرواز نکوي او د هوایي ډګرونو خوا ته به هم نه راځي. د خبرونو ادارې نشي کولی چې د دغو الوتکو پواسطه عکسونه واخلي.



پخوا د امازون په شان ځینو شرکتونو ویلي و چې د ډرونز الوتکې به د خلکو اخیستل شوي شیان د هغوي کورونو ته رسوي خو په نویو قوانینو کې د هغوي څخه دا حق اخیستل شویدی. رپوټ وایي چې د وخت په تیریدو او د ټیکنالوژۍ په ډګر کې د پرمختګ سره به ښایي چې دا محدودیت هم رفع شي.

په نړۍ کې د ډرونز الوتکو د کارونې لپاره لیوالتیا بیخي زیاته ده، په ځانګړي ډول د کاروبار او سوداګرۍ په برخې کې. دغه الوتکې به د لګښتونو او د ځینو شیانو په بیغو کې انقلاب راولي، هغه دندې او کارونه به هم له منځه یوسي چې د انسان ژوند ته پکې خطر وي او هم به د نوښتونو په ډګر کې یو ستر پرمختګ راولي.


ټاډ کورټیس چې د ایر سیف ډاټ کام ( هوایي فضا د خوندیتوب) د شرکت بنسټ ایښودونکی دی، وایي چې د ډرونز الوتکو لپاره د قوانینو جوړیدل ښه اقدام دی.


" د ډرونز الوتکو ټیکنالوژي په ډیرې چټکۍ د پرمختګ په حال کې ده او همدا وجه ده چې د هوایي چلند ادارې د دغو الوتکو لپاره د قوانینو د جوړیدو وړاندیز کړی .

سره لدې چې د هغوي قوانین د ډرونز الوتکو د ټینکالوژۍ سره د چټکوالي پر اساس سیالي ونشي کړی خو دا کار به لږ تر لږه د هغو کسانو لپاره ځیني محدودیتونه پیدا کړي، چې پلان لري دغه الوتکې د خپل کاروبار لپاره وکاروي"

ښاغلی کورټیس وایي، د ډرونز الوتکې نسبت پیلوټ لرونکو ته کارونه په ښه توګه کولی شي.

د هوایي چلند د ادارې د قوانینو هدف دا دی چې د ډرونز الوتکو د اقتصادي چارو او د هوایي چلند د خوندیتوب تر منځ توازن وساتي خو ولسمشر براک اوباما د دغې ادارې نه غوښتي دي چې د خلکو د خصوصي ژوند مسایلو ته دې ډیره پاملرنه وشي.

ښاغلي اوباما د فدرالي ادارو د چارواکو نه غوښتي دي چې د هغو معلوماتو نه دې ناوړه ګټه نه اخلي چې د ډرونز الوتکو پواسطه تر لاسه کیږي. بله غوښتنه یې دا ده چې ددغو ادارو په پالیسو دې وخت نا وخته د سره کتنه کیږي او هم دې د پالیسو د جوړنې پر وخت عام خلکو ته شفاف معلومات ورکړل شي.

اوباما د عامو خلکو او خصوصي شرکتونو نه هم غوښتي دي چې د کاروبار لپاره د ډرونز الوتکو د کارونې لپاره دې یو طرزالعمل جوړ کړي.

XS
SM
MD
LG