د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د کورني امنیت اداره کیدای شي وتړل شي


د امریکا د کورني امنیت اداره په امریکا د هوايي ډګرونو د امنیت چارې هم پر مخ وړي.
د امریکا د کورني امنیت اداره په امریکا د هوايي ډګرونو د امنیت چارې هم پر مخ وړي.

په واشنګټن کې دا ویره پيدا شوې چې داسې نه شي چې سیاسي جنجال یو ځل بیا د دې سبب شي چې د امریکا د حکومت د کورني امنیت د ادارې ځینې دفترونه وتړل شي.

دغه جنجال د ولسمشر اوباما د مهاجرت د پالیسۍ او د امریکا د کورني امنیت د ادارې د بودیجې پر سر پيدا شوی دی.

که چیري کانګرس د جمعې تر ورځې پورې د کورني امنیت د ادارې د بودیجې لایحه تصویب نه کړي نو کیدای شي چې د دغې ادارې 30000 کارکوونکي په موقت ډول بې له معاشه رخصت کړل شي.

د امریکا د کورني امنیت د ادارې 200000 نور کارکونکي به، چې ضروري کارکوونکي ګنل کیږي، بې له معاشه خپلو کارونو ته ادامه ورکړي.

د امریکا د کورني امنیت د ادارې مشر جي جانسن وویل چې «د امریکا د کورني امنیت د ادارې تړل به جدي عواقب ولري او د هیواد د ساتنې په برخې کې به زموږ په قابلیتونو کې جدي ګډوډي راولي.»

جمهوري غوښتونکي، چې په کانګرس کې اکثریت لري، نه غواړي د ولسمشر اوباما هغه پلان ته بودیجه ورکړي چې په ترڅ کې به یې د پنځه میلیونو مهاجرینو د ایستلو پروسه ودرول شي. دغه هغه مهاجرین دي چې په غیرقانوني توګه امریکا ته داخل شوي دي.

د سنا دیموکراتانو د ځلورم ځل لپاره د دوشنبې په شپه د جمهوري غوښتونکي لخوا د امریکا د کورني امنیت د ادارې د بودیجې د تصویب کیدو مخه ونیوله.

د دغه لایحې په اساس، چې مخکې لا د استازو په جرګې کې پاس شوې ده، د امریکا د کورني امنیت ادارې ته به د سپتمبر تر میاشتې پوره بودیجه منظور شي خو د اوباما د مهاجرت د پالیسۍ د عملي کیدو مخه به ونیول شي.

داسې نه ښکاري چې په کانګرس کې دې د دواړو ګوندونو غړي د لایحې د تصویب په سر سره سلا شي.

د سې شنبې په ورځ، د امریکا د سنا د مجلس د اکثریت مشر میچ میکانل وویل چې دی به د بودیجې اوسنۍ لایحه په دوو برخو وویشي.

هغه زیاته کړې ده چې د اوباما د مهاجرت د پالیسۍ لپاره به د بودیجه جلا لایحه د رایې ګیرۍ لپاره وړاندې شي او د بله لایحه به د کورني امنیت د ادارې د بودیجې لپاره وي.

خو دا بیا معلومه نه ده چې آیا د کانګرس د استازو د جرګې جمهوري غوښتونکي به د میچ میکانل طرحه ومني او که نه.

XS
SM
MD
LG