د لاس رسي وړ اتصالات

کېري: د ایران سره د خبرو په اړه د نتنیاهو قضاوت سم نه دی


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د چهارشنبې په ورځ د کانګرس غونډې ته خبرې وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د چهارشنبې په ورځ د کانګرس غونډې ته خبرې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د چهارشنبې په ورځ وویل چې د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو د ایران د اټومي پروګرام په سر د خبرو په اړه غلط قضاوت کوي.

صدراعظم نتنیاهو د خپل لیکود د گوند غړو ته پرون وویل چې ایران ته د امتیازاتو په ورکولو سره ، امریکا او انډیوالانو یې خپل هغه تعهد ترسره نه کړ چې ایران دې د اټومي وسلو د جوړولو د قابلیت د ترلاسه کولو نه منع کړي.

کېري د کانگرس یوې استماعیه غونډي ته وویل چې هغه څه چې تر اوسه د ایران سره په خبرو کې ترسره شوي دي په حقیقت کې یې اسرائیل د ایران د اټومي پروگرام د پرمختگ نه په امن کې ساتلی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د ایران سره په روانو خبرو باندې انتقاد کونکي چي د اسرائیلو صدراعظم هم په کې شامل دی، شاید په دې نه پوهیږي چې هغوی په څه باره کې خبرې کوي.

کېري کانګرس ته وویل چې «پالیسي دا ده چې ایران به اټومي وسله ترلاسه نه کړي، او هر څوک چې وایي موږ دا معامله نه خوښوو...په دې نه پوهیږي چې دا معامله څه ده. تر اوسه کومه معامله هم نه ده شوې.»

د اوباما حکومت له دې کبله سخت په قهر او غوصه دی چې د امریکا د استازو د جرګې جمهوري غوښتونکي رئیس جان بېنر ښاغلي نتنیاهو ته بلنه ورکړې ده چې بله اونۍ د کانگرس یوې ګډې غونډې ته وینا وکړي او په دې هکله یې دیموکراتانو ته اطلاع نه ده ورکړې او ښاغلي نتنیاهو یې بلنه منلې ده.

XS
SM
MD
LG