د لاس رسي وړ اتصالات

د ’هند لور‘ مستند فلم په هند کې خلک په قهر کړي


په هند کې چارواکو د بي بي سي د یوه مستند فلم د خپریدو مخه نیولي ده. پدې فلم کې د هغه ډله ایز جنسي تیري کوونکي سره مرکه شویده چې دوه کاله وړاندې یې په یوې ځوانې نجلۍ په نوي ډهلي کې د خپلو ملګرو سره یو ځای جنسي تیری کړی و.

دا نجلۍ وروسته بیا د سنګاپور په یو روغتون کې مړه شوه. په نوي ډهلي کې خلک وایي چې یوازې د فلم د خپریدو مخه نیول ستونزه نشي حل کولی، بلکې پکار ده چې د میرمنو په هکله د خلکو د نظر د بدلولو لپاره هلې ځلې وشي.

مکیش سینګ د هغو شپږو کسانو څخه یو دی چې د ٢٠١٢ کال د ډسمبر په میاشت کې یې د جیوټي سنګ په نامه د پوهنتون په یوې شل کلنې محصلې ډله ایز جنسي تیری وکړ. ده د بي بي سي په مستند فلم کې ویلي دي " د جنسي تیري په پیښې کې نجوني ملامته دي ځکه چې هغوي ناوخته د کور نه بهر وځي."

په بل ځای کې سینګ وایي " د جنسي تيري په پیښو کې د سړیو په پرتله زیاتې ښځې مسؤلې دي. "

مکیش سینګ د نوي ډهلي د تیهار په زندان کې بندي دی او د مرګ په سزا ظحکوم شوی دی، خو هغه د محکمې د دې پرېکړې په خاطر د ایستیناف غوښتنه کړیده.

هغه پخپل دغه کار پښیمانه ندی او د بي بي سي د مستند فلم جوړونکې، میرمن لیزلي اودوین ته یې ویلي دي " که چیرته دغه نجلۍ د جنسي تیري په پیښې کې مقاومت نه و کړی او مونږ یې پریښي و چې په هغه مو جنسي تیری کړی و، نو مونږ به هغه تر مرګه نه وهله او نه به هغه مړه کیدله."

د بي بي سي دا فلم یو ساعت دی او د " هند لور" نوم ورکړل شوی. تمه وه چې بي بي سي دا فلم د همدې روانې میاشتې په اتمې نیټې چې د ښځو نړیواله ورځ ده ، خپور کړي. د هند یو تلویزیون هم ویلي و چې دغه فلم به خپور کړي.

د مکیش سنګ څرګندونو په هند کې خلک په قهر او غصه کړیدي. پولیسو هم د هغه سره د مرکې کولو مخه نیولي ده ځکه دوي ویره لري چې دا کار به ستونزې پیدا کړي او عام خلک به راوپاروي. د تلویزیوني چینلونو هم غوښتل شویدي چې دا فلم دې نه خپروي.

د هند د کورنیو چارو وزیر رجنات سینګ د فلم په جوړونکو تور ولګاوه چې د هغه اجازې د شرایطو نه یې سرغړاونه کړیده چې د مرکې د کولو لپاره هغوي ته ورکړل شوي و
" په مستند فلم کې مونږ ولیدل چې هغوي د یوه مجرم تبصرې خپرې کړیدي. دا تبصرې تو توهینونکي دي او د میرمنو عزت ته سپکاوی دی. "

​میرمن رانجنا کوماري چې په نوي ډهلي کې د ټولنیزو چارو د څیړنې د مرکز مشره ده، وایي چې د میرمنو په هکله د مکیش سنګ دا څرګندونې د هغو سړیو د نظریو په شان دي چې اکثره خلک یې د میرمنو په اړه لري.


هغه وایي " زه فکر نکوم چې هغه به لومړی شخص وي چې داسې نظر ولري، دلته اکثره خلک همدا شان نظر لري. که چیرته د هغه سره مرکه کیده نو باید چې د رواني ناروغیو او یا په ټولنې کې د خلکو د فکرونود معلومولو په خاطر ورسره شوې وه. خو دا چې داسې یوه مرکه دې د پیسو په خاطر وشي او بیا دې خپره هم شي، مونږ ته دا کار د منلو وړ نده. دا د میرمنو د حقونو نه ښکاره سرغړاونه ده. "

په هند کې خلک یوازې د جنسي تیري کوونکي څرګندونو ندي په قهر کړي، بلکه هغوي پدې خاطر هم په غضب دي دي چې ولې د بهرني هیواد یوه فلم جوړونکي ته اجازه ورکړل شویده چې په زندان کې دې د ېوه مجرم سره مرکه وکړي.

په عین حال کې د فلم جوړونکې میرمن اودوین چې هغه پخپله هم د جنسي تیرې یوه قرباني ده، وایي چې د فلم د جوړولو لپاره قانوني اسناد او اجازه لري او زیاتوي چې په فلم د بندیز لیګدو خفه ده. په فلم کې د هماغې شپې ځیني سحنې تصویر شویدي چې په نوي ډهلي کې د پوهنتون په محصلې جنسي تیری کیږي.

د دې نجلۍ د کورنۍ د غړیو، د ډاکټرانو او وکیلانو سره مرکې هم پکې شته دي.

د هند یو بل مشهور فلم جوړونکی، لیکوال او شاعر جاوید اختر بیا حیران دی چې ولې د دې فلم د خپریدو مخه نیول کیږي. اختر وایي " د دې مستند فلم په جوړیدو خوښ دی او زیاتوي " پدې فلم کې به په هند کې په میلونونو سړي پوه شي چې میرمنو په هکله د مکیش سنګ په شان نظر لري، که چیرته سړي د هغه سره د نظر اختلاف لري، نو پخپل طرز تفکر کې دې بدلون راولي.

XS
SM
MD
LG