د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله: تروریزم د پاکستان او افغانستان مشترک دښمن دی


د آشنا تلویزیون سره د افغانستان د ملي یووالي د حکومت د اجرائیه رئیس ځانگړې مرکه
د آشنا تلویزیون سره د افغانستان د ملي یووالي د حکومت د اجرائیه رئیس ځانگړې مرکه

افغانستان او پاکستان د مشترکو ننگونو سره مخامخ دي. پخوا یوازې افغانستان د ترهگرۍ ښکار شوی و خو اوس پاکستان هم ورسره مخامخ دی.

د افغانستان اجراییه عبدالله عبدالله په کانگرس کې د ولسشمر غني وینا د امریکا سره د اړیکو په لا ټینگولو کې موثره وبلله.

د امریکا غږ د اشنا تلویزیون له خبریال سیر ضیا سره په مرکه کې وویل چې د طالبانو سره د سولې په هکله امیدوار دي.

د افغانستان د ملي یووالي حکومت اجراییه رئیس عبدالله عبدالله وایي هغه خلک چې د ملي یووالي حکومت د سقوط انتظار کوي، په بشپړه توگه به ناهیلې شي.

ښاغلي عبدالله د آشنا تلویزیون سره په مرکه کې وویل، د کابینې ځنډ، وزارتونو ته د وړ اشخاصو د ټاکلو په وجه دي نه د بل کوم لامل په وجه. هغه وایي چې د کابینې معرفي کول د حکومت مسؤلیت دی او د منلو نه منلو مسله د پارلمان دنده ده.

د مرکې پښتو برخه دلته وگوری او د بشپړې دري د برخې د لیدلو د پاره د امریکا غږ دري ویبپاڼه وگورئ.

د آشنا تلویزیون له خبریال احمد سیر ضیا سره د عبدالله عبدالله مرکه
please wait

No media source currently available

0:00 0:05:40 0:00

XS
SM
MD
LG