د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د انډیانا د ایالت د مذهبي‌ آزادیو قانون به تعدیل شي


د همجنسانو د حقوقو طرفدارو ډلو د مذهبي‌ آزادیو د قانون په خلاف احتجاجونه وکړل.
د همجنسانو د حقوقو طرفدارو ډلو د مذهبي‌ آزادیو د قانون په خلاف احتجاجونه وکړل.

د امریکا د انډیانا د ایالت د ایالتي شورا غړو د پنجشنبې په ورځ وویل چې په هغه قانون کې به تعدیل راولي چې د مذهبي آزادیو په اړه دی.

د انډیانا ایالتي شورا دغه کار د دې لپاره وکړ چې دا اطمیناني کړي چې شرکتونه د دغه قانون نه د هغه مشتریانو په خلاف چې همجنسان دي کار وانخلي.

د انډیانا د ایالت په شورا کې جمهوري غوښتونکي په اکثریت کې دي. دوی ويلي دي چې په دغه نوي نافذ شوي قانون کې به تغیرات راولي.

د انډیانا د ایالتي شورا جمهوري غوښتونکو وویل چې دوی دا کار ځکه کوي «چې دا اطمیناني شي چې څوک و نه شي کړی چې [دغه قانون] د نورو خلاف د تبعیض لپاره استعمال کړي.

د همجنسانو د حقوقو طرفدارو ډلو او په انډیانا او د امریکا په نورو ایالتونو کې لویو شرکتونو د انډیانا او د دغه ایالت محافظه کار والي، مایک پېنس په دې غندلي دي چې ولې یې دغه قانوني لایحه تصویب او منظور کړې ده.

منتقدینو ویلي دي چې دغه قانوني لایحه به شرکتونو ته اجازه ورکړي چې خپله مذهبي عقیده د همجنسانو په خلاف استعماله کړې او د دې نه به انکار وکړي چې همجنسانو ته خدمات برابر کړي. مثلا، شرکتونه به د دې نه انکار وکړي چې د همجنسانو د ودونو لپاره ډوډۍ برابره کړې.

د امریکا د درېیو ایالتونو والیانو د احتجاج په توګه د انډیانا ایالت ته د خپلو چارواکو پر سفرونو باندې بندیزونه لګولي دي.

تمه ده چې په تعدیل کې به دا وویل شي چې د انډیانا د ایالت شرکتونو نه شي کولای چې د همجنسانو خلاف تبعیض وکړي.

ارکنسا ااو د لایحې ردول

د ارکنسا په ایالت کې هم د مذهبي آزادیو د قوانینو نه د همجنسانو خلاف د تبعیض امکاناتو غصه راوپارولې ده.

خو اوس د امریکا د ارکنسا د ایالت والي اسا هچنسن ویلي دي چې هغه قانوني لایحه به لاسلیک نه کړي چې په دغه ایالت کې د مذهبي آزادۍ په هکله ده. مخکې ویل کیدل چې هغه به لایحه لاسلیک کړي.

هچنسن لایحه بیرته د ارکنسا د ایالت شورا ته استولې چې دا واضح کړي چې د یوه بهانې په توګه دا د قبول وړ نه ده چې څوک دې قانون او مذهب د ځینو خاصو ډلو، لکه د همجنسانو په خلاف استعمال کړي.

هغه په یوه خبرې کنفرانس کې وویل چې غواړي چې د ارکنسا ایالت د یو داسې ایالت په توګه یاد شي چې زغم پیژني.

د همجنسانو د حقوقو طرفدارو فعالینو د نوي قانون په خلاف احتجاج کړی دی. دوی ویلي دي چې که نوی قانون نافد شي نو شرکتونه به د دې حق ولري چې که یې زړه وغواړي ځینو کسانو ته خدمات برابر نه کړي.

د امریکا په شلو ایالتونو کې د مذهب د آزادۍ په نامه قوانین نافذ دي، په دغو ایالتونو کې د انډیانا ایالت هم راځي چې تیره میاشت پکښې دغه قانون نافذ شو چې په امریکا دننه ورباندې انتقادونه وشول.

XS
SM
MD
LG