د لاس رسي وړ اتصالات

ایران او پاکستان د یمن په اړه خبرې وکړي


د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف په یو دوه ورځني سفر پاکستان ته تللی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف په یو دوه ورځني سفر پاکستان ته تللی دی.

ایران او پاکستان په دې سلا دي چې د یمن لانجه دې د مذاکراتو له لارې حل شي، خو داسې معلومیږي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د یمن په اړه اختلافات هم شته.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د چهارشنبې په ورځ پاکستان ته په یو دوه ورځني سفر ورسید.

په بهرنیو چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز د ایران د بهرنیو چارو د وزیر محمد جواد ظریف سره په یو ګډ خبرې کنفرانس کې دا وړاندیز وکړ چې د ملګروملتونو د امنیت شورا دې په یمن کې د اوربند لپاره یو پریکړه لیک صادر کړي.

سرتاج عزیز وویل چې «ښه، زه فکر کوم چې یو له لارو نه دا ده چې د امنیت شورا اقدام وکړي.»

ښاغلي عزیز دا هم وویل چې د امنیت شورا دې یمن ته د وسلو په استولو بندیز ولګوي او په پای کې دې حوثي وسله وال بې وسلې کړي.

خو داسې معلومیدل چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف بیا ورسره موافقه نه لري.

ښاغلي ظریف وویل چې «د یمن خلګ باید پریښودل شي چې تصمیم ونیسي. موږ نړیوال او سیمه ییز هیوادونه یوازې مرسته کولای شو.»

په دې ورستیو څو ورځو کې، دواړو ایران او پاکستان د یمن د لانجې په اړه د نورو سیمه ییز او اسلامي هیوادونو سره خبرې کړې دي. په دغو هیوادونو کې ترکیه او اردن هم راځي.

ظریف وویل چې ایران کوښښ کوي چې څلورو اصولو ته توجه وشي. هغه وویل چې «اوربند، بشري مرستي، بین الیمني مذاکرات، او یو پراخ بنسټه حکومت.»

ظریف وویل چې ایران دې ته لیوال و چې په یمن کې د سمدستي اوربند د ټینګولو لپاره په حوثيانو باندې د خپل نفوذ نه کار واخلي.

خو یو شی چې دواړو هیوادونو ورباندې موافقه لرله دا و چې په یمن کې دې ته اړتیا لیدل کیږي چې ټولې ډلې دې په خپلو دریځونو کې نرمښت راولي.

په نورو سیمه ییزو مسایلو باندې بیا ایران او پاکستان د یو بل سره موافق وو او د همکارۍ خبره یې کوله.

د دواړو هیوادونو دغو دوو لوړرتبه دیپلوماتانو څرګنده کړه چې د افغانستان د ثبات لپاره په خپلو کې همکاري وکړي.

سرتاج عزیز وویل چې «موږ موافقه لرو چې یو سوله ییز، باثباته او یوموټی افغانستان د سیمې د سولې او ثبات لپاره ضروري دی. موږ به په افغانستان کې د پخلاینې د پروسې څخه خپل ملاتړ ته ادامه ورکړو. د یو داسې پروسې نه چې مشري او ملکیت یې د افغانانو وي. دا [پروسه] د افغانستان د پایداره پراختیا او خودکفايي لپاره ضروري ده.»

سرتاج عزیز او جواد ظریف د ایران او پاکستان ترمنځ د سرحداتو د امنیت او د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو په اړه هم موافق نظریات درلود.

XS
SM
MD
LG