د لاس رسي وړ اتصالات

د اسلامي دولت ډلی په انبار ایالت برید کړي دی


د اسلامي دولت ډلی ډلې پرون د شنبې په ورځ د پوځ په خلاف تعرضي عملیات وکړل. عراقي مطبوعات همدرانګه وایي چې د اسلامي دولت د ډلې جنګیالیو د بي جي په ښار کې د تیلو په تصفیه خانو ناکامه برید کړیدی.

د انبار ولایت د رمادي په ښار کې په حکومتي ودانیو د اسلامي دولت د جګړه مارانو بریدونه کړې دي. هغوي پرون د شنبې په ورځ د حکومت په څو ودانیو برید وکړ خو حکومت بیا ادعا کوي چې اوس ښار ته کومکي ځواکونه رارسیدلي دي.

د انبار والي صوحیب ال راوي رسنیوته ویلي دي چې د خاصو ځواکونو او پولیسو درې لیواګانې دغه ایالت ته ورسیدلي دي، خو هغه دا جزیات ورنکړل چې دا ځواکونه د ایالت په کومو برخو کې ځای پر ځای شویدي. هغه وویل" دا محرم معلومات دي او نه غواړي چې ووایي د پولیسو دا ځواکونه د ښار په کومه برخه کې ځای پر ځای شویدي. پدې جګړې کې د پوځ او پولیسو د خاصو ځواکونو تر څنګ قبایلې ملیشې هم برخه لري. "

د اسلامي دولت د ډلې جنګیالیو هغه پل هم په بمونو الوزولی چې د رمادي ښار د بوفرج د ولسوالۍ سره نښلوي. په همدې خاطر حکومتي ځواکونو ونشو کړای چې دغې ولسوالۍ ته ورشي.

په سیمې کې عیني شاهدان وایي چې د بو فرج ولسوالۍ د اسلامي دولت د ډلې په لاس کې ده او په سل ګونه کورنۍ د جګړې له وجې دیته مجبوره شویدي چې خپل کورونه پریږدي او نورو سیمو ته کډه شي.

په عین حال کې د بغداد تلویزیون رپوټ ورکړی، چې د اسلامي دولت ډلې په تیرو اته څلویښت ساعتونو کې د موصل د ښار نه شاوخوا ١٥سوه جنګیالي د رمادي ښار ته را انتقال کړیدي. رپوټ وایي چې هغوي د وریځې او سخت توپان نه ګټه اخیستې او کومکي جنګیالي یې سیمې ته راوستي دي.

د انبار ولایت د ولایتي شوار غړی فلاح ال عیساوي پدې اړه داسې وویل،" د اسلامي دولت د ډلې ځانمرګو برید کوونکو د انبار په ولایت کې د عراقي ځواکونو د قوماندانۍ مخې ته چاودنه کړیده چې ګڼ شمیر خلک پکې وژل شوي او ژوبل شویدي. "

بل پلو بیا د عراق دولتي تلویزیون وایي چې حکومت سیمې ته د هوا له لارې مهمات او سپکې وسلې انتقال کړیدي خو داسې ادعاګانې هم شته چې د دغو وسلو د تر لاسه کولو پر سر د قومي مشرانو تر منځ شخړې هم شویدي.

د عراق صدراعظم حیدر العبادي چې د نجف ښار ته تللی د اسلامي دولت د ډلې سره د جګړې په اړه یې داسې وویل," هغه شعیه ملیشې چې په داوطلبانه توګه د رمادې په جګړې کې برخه لري، د حکومت تر کنترول لاندې به وي. "

خو په پارلیمان کې د شیعه ګانو یوه مشر حزام ال زمیلي د صدراعظم دغه ادعا رد کړه.

له بلې خوا بیا د اسلامي دولت جنګیالیو د عراق په شمال کې د بي جې په ښارګوټي کې د تیلو د پاکولو په مرکز برید کړی خو د عراقي مطبوعات وایي چې د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو د هوایي برید له وجې د هغوي دا برید په شا تمبول شویدی. مګر پدې برید کې چې وسله والو پکې د هاوان توغندیو نه کار اخیستی و، د تیلو د رایستلو او تصفیه کولو څو ماشینونو اور واخیست.

XS
SM
MD
LG