د لاس رسي وړ اتصالات

ایراني او امریکايي چارواکي، د ایران پر اتومي پروګرام غږیږي


ه ایران باندې بین المللي بندیزونو د لېرې کولو د موافقې راهیسې به دا د دوی لومړنۍ غونډه وي.
ه ایران باندې بین المللي بندیزونو د لېرې کولو د موافقې راهیسې به دا د دوی لومړنۍ غونډه وي.

د امریکا د بهرنیو وزیر جان کیري او د ایران بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د دوشنبې په ورځ په نیویارک کې غونډه کوي.

په ایران باندې بین المللي بندیزونو د لېرې کولو په بدل کې ، د ایران د اتومي پرگرام د محدودولو د موافقې راهیسې به، دا د دوی لومړنۍ غونډه وي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یو عالي رتبه مامور ویلي په نیویارک کې، د اتومي وسلو د خپرېدو د مخنیوي د تړون په باره کې د ملگرو ملتونو د کنفرانس تر څنگ، دا غونډه هم کیږي.

د امریکا جمهورریس براک اوباما، ددې موافقې د شرایطو د حدودو دفاع کړیده، او په دې ټکي تاکید کوي که چیرې ایران د موافقې نه سرغړونه وکړه ، نو اقتصادي بندیزونه به پرې بیرته ولگول شي.
د امریکا جمهورریس براک اوباما، ددې موافقې د شرایطو د حدودو دفاع کړیده، او په دې ټکي تاکید کوي که چیرې ایران د موافقې نه سرغړونه وکړه ، نو اقتصادي بندیزونه به پرې بیرته ولگول شي.

د ایران او د نړی د شپږو قدرتونو مذاکره چیانو د جون تر ۳۰ نېټې پورې، وخت ایښی دی چې، د ایران د اتومي پرگرام په هکله نهایي موافقه تیاره شي.

په دغه موافقه کې د ایران اتومي پرگرام، او هغه اندېښنې څرگندې شویدي چې کېدی شي ایران اتومي وسلې جوړې کړي.

ایران تل دا خبره کړې ده چې اتومي پرگرام یې سوله ایز دی، او غواړي چې ټول هغه بندیزونه ترې لیرې شي چې اقتصاد ته یې تاوان رسولی دی.

د اسرایلو د صدراعظم نیتن یاهو په شمول، منتقدین وایي، امریکا او متحدین یې، برتانیا ، چین، فرانسه، روسیه او المان، د ایران سره د ډیرې نرمۍ نه کار اخلي، او دغه نرمښت به ایران ته دا فرصت ورکړي چې خپل اتومي فعالیتونه وکړي ، خو اقتصادي بندیزونه به ترې لېرې شوي وي.

خو د امریکا جمهورریس براک اوباما، ددې موافقې د شرایطو د حدودو دفاع کړې ده او په دې ټکي تاکید کوي که چیرې ایران د موافقې نه سرغړونه وکړه ، نو اقتصادي بندیزونه به پرې بیرته ولگول شي.

پخوانی جمورریس جورج ډبلیو بوش ، د شنبې په ورځ، د جمهوری غوښتونکو یهودانو د اتلاف غونډی ته، چی کله ناکله ورځی، وینا کی انتقاد وکړ او وی ویل چې ایا د بندیزونو بیرته لگول عملي دي
پخوانی جمورریس جورج ډبلیو بوش ، د شنبې په ورځ، د جمهوری غوښتونکو یهودانو د اتلاف غونډی ته، چی کله ناکله ورځی، وینا کی انتقاد وکړ او وی ویل چې ایا د بندیزونو بیرته لگول عملي دي

پخواني جمورریس جورج ډبلیو بوش ، د شنبې په ورځ، د جمهوری غوښتونکو یهودانو د ایتلاف غونډی ته، چی کله ناکله ورځي، وینا کی انتقاد وکړ او وویل چې ایا د بندیزونو بېرته لگول عملي دي؟

همدغه راز د امریکا د سنا جرگه هم په یوې قانونې لایحې باندې غور کوي چی د هغې په اساس کانگرس ددغې موافقې په شرایطو باندې، د موجودو بندیزونو د لېرې کولو نه مخکې غور وکړي.

دغه لایحه همدغه راز د جمهور ریس اوباما نه غواړي چې په هرو دریو میاشتو کې دا تصدیق کړي چې ایران د نهایي موافقې رعایت کړی دی.

جمهور ریس ویلي دي چې دغه لایحه به امضا کړي.

XS
SM
MD
LG