د لاس رسي وړ اتصالات

د جاپان صدراعظم د امریکا کانګرس ته وینا وکړه


امریکا او جاپان په دویم نړیوال جنګ کې دښمنان خو اوس قوي ملګري دي
امریکا او جاپان په دویم نړیوال جنګ کې دښمنان خو اوس قوي ملګري دي

د جاپان صدراعظم ( شینزو ابې) د چهارشنبې په ورځ په دوهمه نړۍ واله جگړه کې د جاپان د نقش په اړه ژوره پښیماني څرگنده کړه، که څه هم چې هغه په دې جگړه کې د جاپان گډون د چین په مقابل کې چې په آسیا کې یې قدرت مخ په زیاتیدو و، د نړۍ د امنیت د پاره مهم وباله.

صدراعظم ابې د هغه وخت را پدېخوا چې د جاپان صدراعظم شوی دی، د اول ځل دپاره دا وینا د امریکا د کانگرس د دواړو جرگو گډي غونډي ته وکړه.

ښاغلي ابې دا وینا په انگریزي ژبه وکړه او ویې ویل چې ټوکیو باید د جگړې د وخت د خپلو اعمالو له کبله د آسیا د خلکو په کړاونو او زحمتونو باندي سترگي پټي نه کړي، مگر هغه د معافۍ د څرگندولو په برخه کې همداسي چوپ پاته شواو د خپلو اسلافو په خبرو او بیانیو باندي ټینگ ودرید.

ښاغلي ابې د منني په څرگندولو سره د امریکا د متحده ایالاتو او جاپان په قوت باندي تاکید وکړاو هغو امریکایانو ته یې خپله خواخوږي څرگنده کړه چې په دوهمه نړۍ واله جگړه کې وژل شوي دي.

مخکې له دې چې ښاغلی ابې کانگرس ته وینا وکړي هغه د دوهمي نړۍ والي جگړې د یادوني څلی وکوت او تقریبا ۴٠٠زره امریکایانو ته یې خپله خواخوږي څرگنده کړه چې د دې جگړې په وخت کي وژل شوي وو.

هغه دا وینا په داسي حال کې وکړه چې دواړه هیوادونه د دوهمي نړۍ والي جگړې د ختمېدو اویایمه کالیزه په نښه کوي.

XS
SM
MD
LG