د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان په افغانستان کې د طالبانو د حملو غندنه کړیده


د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویانده تسنیم اسلم
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویانده تسنیم اسلم

د تیرو لسو کالو نه د پاکستان قوي پوځ په دې تورنیږي چې د طالبانو سره ېې افغانستان کې د پسرلنیو عملیاتو په پلان جوړونه او سر پناه ورکولو کې مرسته کوي.

په افغانستان کې د خونړیو پیښو تر شا د پاکستان د لاس لرلو همدا تورونه دي چې گاونډیو ملکونو ترمنځ د شکوکو اوشبهاتو نه ډک حالت ته قوت ورکوي او بې باوري زیاته شوې.

پاکستان لخوا د افغانستان د پوځ لوی درستیز ته بلنه ورکړل شوه چې د پاکستان د پوځ په ملي اکاډمۍ کې نوو فارغ شوو صاحب منصبانو د فارغیدو په مراسمو کې گډون کړی
پاکستان لخوا د افغانستان د پوځ لوی درستیز ته بلنه ورکړل شوه چې د پاکستان د پوځ په ملي اکاډمۍ کې نوو فارغ شوو صاحب منصبانو د فارغیدو په مراسمو کې گډون کړی

خو پاکستان چې په دې نیژدو څو اونیو کې چې کوم گامونه پورته کړي، د هغې په اساس د پاکستان مقامات دا ټینگار کوي چې د دوي هیواد د افغانستان د طالبانو په ځای د افغانستان د دولت سره د اړیکو لرلو نیت لري.

د دې تازه څرگندونه د پنجشنبې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې تسنیم اسلم په خپل مطبوعاتي کانفرانس کې کړیده او د طالبانو د وروستیو حملو غندنه ېې کړیده.

په افغانستان کې د طالبانو د بریدونو په اړوند د یوې پوښتنې په ځواب کې میرمن اسلم وویل "مونږ د دې حملو د پخوا نه غندنه کړیده او هیله لرو چې د افغانستان د ملي سولې عمل پرمختگ وکړي."

د دې میاشتې په سر کې د پاکستان لخوا د افغانستان د پوځ لوی درستیز ته بلنه ورکړل شوه چې د پاکستان د پوځ د ملي اکاډمۍ نه د صاحب منصبانو د فارغیدو په مراسمو کې گډون وکړي. د افغانستان د پوځ مشر جنرال شیر محمد کریمي لومړۍ بهرنی پوځي مشر دی چې په دغو مراسمو کې گډون کوي او ټول مراسم په تلویزون په ژوندۍ بڼه ښودل کیږي.

پخپله د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم د پاکستان دغه گام د اړیکو د سمون یو نوی پیل یاد کړیدی
پخپله د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم د پاکستان دغه گام د اړیکو د سمون یو نوی پیل یاد کړیدی

د پاکستان مقاماتو په مخفي توگه د افغان طالبانو مشرانو سره هم اړیکه نیولې ده او دې ته ېې هڅولي دي چې د خپل ملک د دولت سره د سولې خبرو ته حاضر شی.

پخپله د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم د پاکستان دغه گام د اړیکو د سمون یو نوی پیل یاد کړیدی.

دا خبرې په داسې حال کیږي چې طالبانو خپلو حملو ته زور ورکړیدی او د سولې هیلو ته ېې صدمه رسولې.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت نطاقه وايي چې پاکستان په افغانستان د سولې د عمل سره مکمل همکاره دی، او غواړي افغانستان کې سوله راشي ترڅو د افغانستان او پاکستان پوله هم خوندي شي.

هغه زیاتوي چې"مونږ د افغانستان سره ډیره ښه همکاري لرو. دغه همکاري ورځ په ورځ وده کوي. موږ ډیر نیزدې نه سره کار کوو. د یو بل کره مو تگ راتگ زیات شویدی. د مشورو او ملگرتیا عمل قوي شویدی. پاکستان افغانستان ته ډاډ ورکړیدی چې د پاکستان خاوره به د افغانستان یا بل هیواد په ضد نه استعمالیږي."

پاکستان د تیرو څو میاشتو نه د افغانستان سره په پوله باندې د ترورستانو خلاف پراخه عملیات پیل کړیدی او وايي چې د دې عملیاتو په نتیجه کې د ترهگرو قوي مرکزونه وران شویدي او د پولې دواړه خوا ته ېې ملا ماته شویده. همدا شان د پاکستان پوځ دعوا کوي چې د سمیې زیاته برخه د خارجي جگړه ماراتو د وجود نه پاکه او آزاده شویده.

XS
SM
MD
LG