د امریکا د استاځو مجلس په یوې قانوني لایحې باندي غور کوي چې د کردانو پېشمرگه او هغو سني قواو ته چې په عراق کې د اسلامي دولت ډله د مبارزینو سره په جگړو اخته دي، مستقیما پیسې ورکړي.
د پیشنهاد په اساس به د هغو ٧١٥ ملیون ډالرو نه چې د عراقي قواو د روزني او وسله وال کولو د پاره ټاکل شوي دي ١٧٩ ملیون ډالره دغي گډي قوې ته اختصاص کړای شي. هغوی به دغه راز د هغو تقریبا ٥٣٦ ملیون ډالرو اضافي پیسو نه د ٦٠ فیصد څخه یې هم په داسي حال کې استفاده کولای شي چې د عراق حکومت د سیاسي روغي جوړي په اړه خاص شرطونه پوره نه کړای شي چې په هغو کې په حکومتي چارو کې کردي او سني عراقیانو ته زیاته ونډه ورکول هم شامل دي.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت نطاقي ( ماري هارف) د پنجشنبې په ورځ وویل چې دغه اوسنۍ لایحه د امریکا د حکومت پالیسي نه منعکسوي چې هغه دا ده چې د وسلو د انتقال ټولي چاري باید د عراق د مرکزي حکومت له لاري ترسره شي. هغې دا دلیل راوړ چې مرکزي واک اختیار د اسلامي دولت د ډلي سره د جگړې کولو تر ټولو ښه لار ده او د متحد، فډرالي او دیموکراتیک عراق د پرمختگ لپاره گټوردی.
د عراق د پارلمان د بهرنیو اړیکو د کمیټې غړي ( ریناس جانو محمد) د امریکا د کانگرس د دې لایحې ملاتړ وکړ او ویې ویل چې « د دې لایحې هدف دادی چې د داعش په مقابل کې په جگړه کې په عراق کې دننه د قوې پرتله وساتل شي او دا د عراق د ویشلو دپاره نه ده.»
مگر شیعه ملا ( مقتدا الصدر) گواښ وکړ چې که دا لایحه منظور شي نو په عراق کې به د امریکا په گټو باندي حملې وکړي.
هغه په یوه بیانیه کې چې په خپله ویبپاڼه کې یې خپره کړه وویل چې « د امریکا د کانگرس له خوا د دې لایحې د منظوریدو په صورت کې به موږ مجبور یو چې پر خپلي اردو باندي لگیدلی بندیز لیري کړو او په عراق او حتی په نورو هیوادونو کې د امریکا گټي په نښه کړو.»