د لاس رسي وړ اتصالات

فیلډمن: د سولې خبرو کې امریکا د څارونکي ونډه لري


د افغانستان او پاکستان دپاره د امریکا خاص استازی ډان فیلډمن
د افغانستان او پاکستان دپاره د امریکا خاص استازی ډان فیلډمن

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانگړي استازي دانیل فیلډمن د امریکا غږ سره په یوه ځانگړې مرکه کې په سیمه باندې د ایران سره د نړۍ د ځواکمنو هیوادونو د اتومي موافقې په گډون په سیمه ییزو او نړیوالو مسایلو خبرې کړې دي.

ښاغلی فیلډمن وایي د افغانستان د حکومت او طالبانو په راتلونکو خبرو کې د امریکا د متحده ایالاتو رول د افغانستان د حکومت په غوښتنې پورې مربوط دی. د هغه په وینا د متحده ایالاتو استازو یواځې د څارونکو رول درلودلی دی.

ښاغلي فیلډمن همداشان په افغانستان کې د سولی د خبرو جریان، د داعش شتون، د ایتلافي ځواکونو او د افغان ځواکونو ترمنځ د تفاهم د نشتوالي وجه چې د خواشینوونکو پیښو سبب کیږي، او یو لړ نورو موضوعگانو د امریکا غږ سره خبرې کړې دي چې په دې لاندې لینک کې یې اوریدای شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:07:12 0:00

XS
SM
MD
LG