د لاس رسي وړ اتصالات

اروپاېي اتحاد، د مهاجرینو بحران او بشري حقوق


د اروپایي اتحاد هغه پیشنهاد چې په کې یې د خپلو ٢٨ غړو هیوادونو نه غوښتي دي چې د اروپا د مهاجرینو د بحران په حلولو کې دې هر هیواد په تقریبا مساویانه توگه برخه واخلي د مقاومت سره مخامخ سوی دی، که څه هم چې هغه پرون د جمعې په ورځ د ملگرو ملتونو له خوا منظور سوی و.

د هنگري، د چک د جمهوریت، پولینډ او سلوواکیا د بهرنیو چارو وزیرانو پرون په پراگ کې په یوه غونډه کې د خپلو شتمنو انډیوالانو ـ جرمني او لوکسامبورگ هغه غوښتني ونه منلې چې ویلي یې دي د ١٦٠ زره مهاجرینو په میشته کیدو کې دي دغه ټول ملکونه حتمي سهمیې قبولي کړي.

د چک د بهرنیو چارو وزیر چې هیواد یې د دې غونډي کوربه دی وویل چې

« موږ باید په هغه شمېر مهاجرینو باندي چې قبلوو یې، کنټرول ولرو.»

د مهاجرینو بحران او بشري حقوق

د اروپایي اتحاد ، امریکا او د منځني ختیځ په شتمنو هیوادونو باندي د بشري حقوقو د مؤسسو له انتقادونه کیږي چې د منځني ختیځ د مهاجرینو د بحران په حلولو کې یې ډیر څه نه دي کړي.

د ختیځي اروپا هیوادونه دې ته زړه نا زړه دي چې په کافي اندازه هغه مهاجرین قبول کړي چې د جگړو او بندی کیدو د خطرونو نه راتښتي. د خلیج هیوادونه یوازي کارگر مهاجرین مني، مگر دا هم وایي چې هر وخت چې وغواړي هغوی بیرته خارجولای سي.

په امریکا کې دیره د ( هیومن رایټس واچ) په نامه د بشری حقوقود مؤسسې اجرائیوي رئیس( کینیت رات) د امریکا غږ روسي خپروني سره په یوه مرکه کې ویلي دي چې د اروپایي اتحاد نوي غړي هیوادونه کله چې د مسلمانو مهاجرینو سره مخامخ سی، نو په تاریخي کچه د نفرت احساسات څرگندوي.

XS
SM
MD
LG