د لاس رسي وړ اتصالات

بارک اوباما: مسکو دې دداعش په ضد جگړې ته پام وکړي


 په سپینه ماڼۍ کې د روسۍ پر را لویدلې الوتکې بحث وشو.
په سپینه ماڼۍ کې د روسۍ پر را لویدلې الوتکې بحث وشو.

جمهور رئیس اوباما وویل چې دا پېښه د روسیې له خوا دپوځي عملیاتو په تړاو د متداومی ستونزې څرگندونه کوي او بیا یې مسکو دیته وهڅاوه چې خپلې هڅې دې د داعش سره پر مبارزې متمرکزې کړي نه په سوریې کې د دولت د مخالفو ډلو ځپلو ته!

هغه وویل، «د روسیی د پوځ د وړتیا و په نظر کې نیولو سره او هغه نفوذ چې د اسد پر رژیم باندې یې لري، ددوي مرستې به په سوریې کې د کورني جنگ د خاتمې دپاره خورا اغیزمنې وې څو مونږ هم وکړای شو خپله ټوله پاملرنه د داعش سره مبارزې ته واړوو.»

جمهور رئیس اوباما پداسې حال کې چې د اسلامي دولت د ډلې سره یې د مبارزې هوډ بیا تازه کړ، د فرانسې سره یې د متحده ایالاتو یووالی هم اعلان کړ. هغه زیاته کړه،

«دغې وحشي ترهه گرې ډلې، داعش یا آیسل او د قتل او قتال ایدیالوژۍ یې مونږ ټولو ته یو جدي خطر پېښ کړی. ددې په وړاندې زغم نشي کیدای. دا ډله باید له منځه یوړل شي او مونږ یې باید په گډه له منځه یوسو.»

د فرانسې مشر وویل د هغه په باور د اسلامی دولت د ډلې سره د جگړې دپاره باید په یو لاس او مشترکه کلکه مبارزه وشي.

ښاغلي اولاند وویل، «له پوځي اړخه دا د داعش د له منځه وړلو مسله ده، مهمه نده چې غړي یې چیرې دي. ددوي د تمویل منابع باید له منځه یوړل شي. مشران یې ونیول شي او شبکه یې له منځه یوړل شي.» ښاغلی اولاند وویل چې په سوریې او عراق کې د هوایي بریدونو شدت زیات، لمن یې پراخه او د استخباراتو تر منځ باید د همکارۍ کچه لوړه شي . هغه همدارنگه د ترکیې او سوریې تر منځ د پولې د بندولو غږ وکړ څو اروپا ته د داعش د غړو د ننوتلو مخه ونیول شي.

د فرانسې جمهور رئیس همدارز روسیېې ته د متحده ایالاتو د جمهور رئیس هغه خبره بیا تکرار کړه چې ویل یې خپل ټول پام دې د داعش سره مبارزې ته و اړوي.

هغه وویل، «مونږ یوازی یوه هدف ته د رسیدو اړتیا لرو او هغه د ترهه گرو او ترورزم له منځه وړل او د داعش په ضد پوځي مبارزه ده.»

ښاغلی اولاند وویل هغه پلان لري چې دا پیام مستقیمآ د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین ته کله چې د پنجشنبې په ورځ هلته سفر کوي پخپله شخصآ ور ورسوي.

ددې نه وروسته د یوه تازه خبر په ترڅ کې دا په ډاگه شوه چې روسیه هم د ائتلاف د هیوادونو په ډله کې د متحده ایالاتو، فرانسی، ترکیې او نورو هغو هیوادونو سره چې غواړي د داعش په وړاندې وجنگیږي په گډې مبارزې کې د برخې اخیستو چمتووالی ښودلای دی. دا خبره نن په پاریس کې د روسیې سفیر اکساندر اورلوف وکړه.

هغه وویل، «یو ائتلاف کولای شي چې د زیار د ډگر په بیلو برخو کې همکارۍ ته مټې ونغاړي چې لومړی گام یې انتظام او همغږي ده. خو مونږ لدینه وړاندې د همکارۍ لاس غزوو یعنی د داعش د مرکزونو د له منځه وړلو دپاره د هوایی بمباریو په پلان کې د گډې او مشترکې ونډې مرستو ته هم چمتو یو.»

ښاغلی اولاند وویل چې په سوریې او عراق کې د هوایي بریدونو شدت زیات، لمن یې پراخه او د استخباراتو تر منځ باید د همکارۍ کچه لوړه شي . هغه همدارنگه د ترکیې او سوریې تر منځ د پولې د بندولو غږ وکړ څو اروپا ته د داعش د غړو د ننوتلو مخه ونیول شي.

XS
SM
MD
LG