د لاس رسي وړ اتصالات

پنتاگون: عراق ته د خاصؤ قواو تیمونه استوو


د امریکا د دفاع وزیر، دا اعلان، په کانگرس کې د وسله والې کمیټې د جرگه گۍ په استعماعیه غونډه کې وکړ.
د امریکا د دفاع وزیر، دا اعلان، په کانگرس کې د وسله والې کمیټې د جرگه گۍ په استعماعیه غونډه کې وکړ.

د امریکا دفاع وزیر دا اعلان په کانگرس کې د وسله والې کمیټې د جرگه گۍ په استعماعیه غونډه کې وکړ.​

داسې ویل شوي چې د امریکایي خاصؤ ځواکونو دا تیمونه به په څو اونیو کې د خپل ماموریت ځانگړو سیمو ته ورسیږي.

په تیرې همدی دوشنبې ورځې عراقي ځواکونو د رمادي په یوه ښار کې د شبنامو په خپرولو پاتی اوسیدونکو ته چې شمیر یې د څلورو زرو نه نیولې تر لسو زرو پورې رسي، د راتلونکی یوه برید په اړه تر ټولو قوي خبرداری ورکړ چې د یو شمیر په گمان دا پخپله د عراقي ځواکونو کمزورتیا څرگندوي

د عراق صدراعظم حیدر العبادي د خپلو پوځي ځواکونو څخه دفاع وکړه
د عراق صدراعظم حیدر العبادي د خپلو پوځي ځواکونو څخه دفاع وکړه

خو ددې په وړاندې د عراق صدراعظم د خپل هیواد د ځواکونو دفاع وکړه او ویی ویل چې دوي د بهرنیو ځواکونو د مرستې نه پرته د داعش د له منځه وړلو توان لري.

اټکل شوی چې عراق ته به ددې خاصؤ ځواکونو دوه سوه سرتیري واستول شي څو د کردي سرتیرو سره اوږه په اوږه په جگړې کې برخه واخلي.

د امریکا د دفاع وزیر ددې ځانگړو تیمونو د ماموریت څرنگوالی داسې تشریح کړ، «مونږ د عراقي حکومت سره په پوره همغږۍ هغه هیواد ته خپله ځانگړې قوه ور استو څو هلته د حکومتي ځواکونو او پشمرگه ځواکونو سره د مرستې تر څنگ د هدفي بریدونو په ترڅ کې پرداعش لا فشار واچوي. دا ځواک به په سوریې کې هم خپلواک او یو اړخیزو بریدونه تر سره کړي.»

ښاغلي کارتر دا خبرې پداسې حال کې وکړې چې د امریکا په کانگرس کې د سه شنبې د ورځی د استعماعیه غونډې په ترڅ کې غړو د داعش په وړاندې د جمهور رئیس اوباما ستراتیژي تر پوښتنې لاندې ونیوله.

پدې استعماعیه غونډه کې اکثر غړو د سرتیرو د استولو د اعلان هرکلی وکړ خو دیموکرات غړي ادم سمت امریکا غږ ته وویل چې په سیمه کې هیوادونه هم بیاید ډیر څه وکړي.

»مونږ باید په سیمه کې خلک تشویق کړو په ځانگړی توگه سنیان څو د داعش په خلاف وجنگیږي»

په نړیواله کچه بیا جمهور رئیس بارک په پاریس کې د اقلیمي بدلون په غونډه کې وویل چې د هیوادونو ائتلاف کولای شي چې د داعش په وړاندی مبارزه وگټي.

د امریکایي ځواکونو دا ځانگړې اعزامي قوه به په عراق او سوریې کې داعش په نښه کړي.
د امریکایي ځواکونو دا ځانگړې اعزامي قوه به په عراق او سوریې کې داعش په نښه کړي.

هغه خوشبیني څرگنده کړه چې د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین به هم بلاخره د وخت په تیریدو په سوریې کې د سیاسي انتقال اړتیا ته غاړه کیږدي.

هغه ولادیمیر پوتین ته د شوري د پوځ د تاریخ څخه درس اخیستو ته په اشارې داسې وویل، «زه فکر کوم چې ښاغلی پوتین پدې پوهیږي چې د افغانستان خاطره یې هم په ذهن کی تازه ده. د هغه دپاره په کورنۍ او بی نتیجې جگړې کې د ایسار پاتې کیدو پایله هغه څه ندي چې دی یې وغواړي.»

د کانگرس یو شمیرغړي وایی د پوځي قوت څخه د استفادې مسله باید د کانگرس منظورۍ ته وړاندې شي څو د داعش په وړاندې د روانو عملیاتو اجازه ورکړ شي.

پخپله د دفاع وزیر هم وویل چې دا به د امریکایي ځواکونو سره چې خپل ژوند د خطر سره مخامخ کوي هم پدې کی مرسته وکړي چې پوه وي چې کانگرس او ټول هیواد یی تر شا ملاتړ ته ولاړ دی.

لدې سره سره چې سیمه اییزو ځواکونو په عراق او سوریی کې یو څه پرمختگ کړی دی او د امریکا په مشرۍ په هوایی بریدونو کې د داعش درویشت زره جنگیالی وژل شوي دي دا تررستي ډله بیا هم، نه ماتیدونکې، ده.

داسې ویل شوي چې د امریکایي خاصؤ ځواکونو دا تیمونه به په څو اونیو کې د ماموریت سیمو ته ورسیږي.
داسې ویل شوي چې د امریکایي خاصؤ ځواکونو دا تیمونه به په څو اونیو کې د ماموریت سیمو ته ورسیږي.

لویدیځ چارواکي او څیړونکي خبردارئ ورکوي چې د سوکه محاصرې میتودیکه ستراتیژي به دا جگړه لا لانجمنه کړي.

په پاریس کې د تیرې میاشتی حملې نه وروسته د امریکا د کانگرس گڼ شمیر جمهوري غوښتونکو غړو د جمهور رئیس اوباما بهرنۍ پالیسي ددې دپاره تر نیوکو لاندې ونیوله چې ویل یې د داعش د له منځه وړلو دپاره کافي څه نه کوي.

XS
SM
MD
LG