د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان په کرکټ کې زمبابوې ته بله ماتې هم ورکړه


د شارجې په لوبغالي کې که هرې لوبډلې پچه وګټله نو پدې معنی چې نیمایي لوبه یې هم وګټله خو دا ځل د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې هر څه بدل کړل. د زمبابوې لوبډلې د پچې د ګټلو نه وروسته 253 رنزونه وکړل او 7 لوبغاړي یې وسوځیدل.

د افغانستان لوبډلې د خپلې لومړنۍ لوبې نه ډیر څه زده کړې و او دا ځل یې پیل ورو وکړ. محمد شهزاد او نور علي ځدران په ګډه یې درې اتیا رنزونه وکړل. نور علي ځدران د یو دیرشو رنزونو جوړولو نه وروسته وسوځید خو محمد شهزاد د لوبې تر پایه ونه سوځید او 131 رنزونه یې وکړل.

شهزاد د افغانستان د کرکټ لومړنی لوبغاړی شو چې په یوه ورځنیو نړیوالو لوبو کې په انفرادي توګه زیات رنزونه جوړوي. هغه په همدې لوبه کې بل ریکارډ هم جوړ کړ او په یوه لوبه کې یې د ټولو نه زیاتې شپږیزې ووهلې.

محمد شهزاد ټولې اته شپږیزې او 7 څلوریزې ووهلې. شهزاد د لوبې غوره لوبغاړی هم شو او د لوبې نه وروسته وویل " د ویاړ شیبه ده چې دوه لوبې مو پرله پسې وګټلې"

د ملي لوبډلې کپتان اضغر ستانکزی هم د کرکټ د مبصرینو په شان د میډل آرډر لوبغاړو نه شکایت لري. پخپله د ستانکزي په شمول د لوبډلې دغه لوبغاړي چې پخوانی کپتان نورزو منګل هم پکې شامل دی، په پرله پسې توګه ښه لوبه نکوي چې دا پخپله په لوبغاړو او ټولې لوبډلې یو ډول فشار راوړي.

د امریکا غږ د فیس بوک په پاڼې زیاتو کسانو د کرکټ بورډ نه غوښتي دي چې د " ځینو لوبغاړو وخت تیر دی" او پکار دی چې د شفیق الله شفق، حشمت الله شاهدي، ګلبدین نائب او فرید ملک په شان " ځوانو او تکړه لوبغاړو ته دې فرصت ورکړل شي. "

د توپ اچونې په برخې کې بیا د افغانستان د لوبډلې لپاره تر ټولو ښه لوبه ځوان لوبغاړي روښان بارکزي او میرویس اشرف وکړه چې د سیالې لوبډلې څلور څلور لوبغاړي یې وسوځول. دا د بارکزي لومړنۍ نړیواله لوبه هم وه.

د افغانستان او زمبابوې بله لوبه د 2016 کال د جنوري د میاشتې په دویمې نیټې کیږي.

XS
SM
MD
LG