د لاس رسي وړ اتصالات

مرکل: د سوري پناه غوښتونکو حالت اندېښمنه کړې یم


Turkey Germany
Turkey Germany

میرمن مرکل ترکیی ته د خپل سفر پر مهال غواړي چې د اروپایي اتحاد هغه غوښتنه ترکي چارواکو ته واوروي چې وایي ترکیه دې د سوریی سره خپلې پولې د سوري مهاجرو په وړاندې پرانیزي.

هغې وویل، « د سوریې د هغو زرهاو مهاجرینو تکان ورکونکي حالت له امله، چې په حلب کې د سوریی د حکومتي ځواکونو له وروستیو بریدونو څخه اوس ترکیې ته په تیښته کې دي، ډیره اندېښمنه کړې یم.»

له همدې کبله ترکیه چې اروپا ته د مهاجرینو د سفر لاره ده د مرکل د دیپلوماتیکو هڅو دپاره ځانگړی ارزښت لري. مرکل له ترکي چارواکو څخه غواړي چې اروپا ته یې د ورتگ مخه په هیواد کې د کار او ژوند د زمینو په برابرولو ونیسي.

اروپایی هیوادونه د ترکیی سره د درۍ اعشاریه درۍ ملیارد دالرو مرستو ژمنه وکړه څو دغه هیواد د نورو مهاجرینو منلو ته حاضر شي او پدې کار د اروپا د اوږو بار یو څه سپک شي.

د مهاجرینو د مخنیوي هڅې پداسې حال کې کیږي چې په وروستیو رپوټونو کې د درۍ دیرشو نورو مهاجرینو د وژل کیدو خبر ورکړ شوی دی. د ترکیې سمندري ساتونکی وایی دوه ویشت پناه غوښتونکي د ایدرمیت په نوم په سواحلو کې د بیړۍ په ډوبیدو ووژل شول او د ترکۍ خصوصي خبري شبکې له قوله یولس تنه نور د بیړیو د ټکر په جلا پیښه کې وژل شوي دي.

دا پداسې حال کې ده چې ترکیه وایي چې د نورو اضآفي مهاجرینو د منلو او جذب ظرفیت نلري.

د ترکیې د صدراعظم مرستیال نومان کرتول موس د سي ان ان ترکۍ څانگی ته وویل چې ترکیې لا دوخته دری ملیونو مهاجرینو ته په هیواد کې ځای ور کړي چې اکثرېت ېې سوریایي مهاجرین دي.

هغه وویل، « په نهایت کې دا بی ځایه شوي سوریاییان بله لاره نلري پرته لدې چې یا د بمباریو لاندې مړه شي. ترکیه به یا د نوری نړۍ په شان لاس تر زنی دغه ډله اییزه وژنه گوری او یا به هم خپلې پولې پرانیزي.»

د ترکیې د سرحدی ښار، کیلیس، په روغتون کې لسهاو هغه ملکي وگړي او د سوریی د دولت مخالفین تر تداوۍ لاندی دي چې د سورېې پر حلب نومی ښار کې د حکومتی ځواکونو په بریدونو کې ټپي شوي دي.

پدې ټپیانو کې یو هم قاسم نومیږي. هغه وایي، «مونږ د جگړې نه وروسته یو څه دمه کوله چې برید راباندې وشو. یوه چره مې په سترگه ولگیده او بله هم پر پښه. مونږ به د سوریې د جمهور رئیس په خلاف خپلې مبارزې ته دوام ورکړو.»

دوي ته په وروستیو اونیو کې ترکیی ته د انکیوپینار له لارې د ننوتلو اجازه ورکړ شوه.

د روغتون یوه داکتر وویل چې د دوي روغتون ته په دریو اونیو کې څلوېښت سوري ملکي ټپیان او د سوریی د حکومت ضد مخالف ټپیان ورغلي دي.

«یو بل ټپي وایي چې روغ شي نو بیرته به جنگ ته ستون شي. هغه زیاته کړه، «د جنگ پر مهال مونږ ته نږدې یو بم وچاودید. اوس دلته زموږ تداوي کېږي. زه ورو قدم اخیستی شم. چې ښه شم بیا جبهې ته ځم».

د انکیو پینار دروازه چې د یوه کال راهیسې بنده ده پدې وروستیو کې د سوري مهاجرو دپاره د ورتگ نوی منزل گڼل کیږي دوی د سوریی پر خاوره ددغې دروازې په خوله کې په کمپونو کی ژوند تیروي.

د مرستو په موداو بار ډکې لارۍ او امبولانسونه پرون دغې سیمې ته ورسیدل څو پدې سیمه کې هغو اړو سوري مهاجرو سره مرسته وکړي چې په حلب کې د جگړو او هوایي بریدونه څخه دغې سیمې ته تښتیدلی دی.

د سوریی د بشري حقونو د څار ډله چې د جگړې حالات په ځیر څیړی وایی هوایی بمباریو کې پرون د سوریی د حلب شمالی برخې وځپل شوې چې په هغو کې د بشکوی هریتان او انادان په نوم کلي شامل دي.

ترکي بشري خیریه مرستی رسوونکی ادارې د موقتي پناه ځایونو په جوړولو لگیا دي څو هغو زرهاو سوري مهاجرینو ته ضروري خوراکي مواد او اوبه ور ورسوي چې د سوریی او ترکیی تر منځ په سرحدی سیمو کې پدې هیله انتظار باسي چې ترکیی ته د ننوتلو اجازه ورکړ شي.

دا کمپ د سوریی په باب ال سلما نومی سرحدی سیمه کې جوړ شوی دی چې د جگړې زرهاو بی ځایه شوي مهاجرین ور روان دي.

ترکی چارواکي وایی پنځه دیرش زره کسان اوسمهال په همدی سیمه کې ترکیې ته د ننوتلو په انتظار ولاړ دي.

اروپا ته د زرګونو مهاجرینو د مخنیوي هڅې
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:14 0:00

XS
SM
MD
LG