د لاس رسي وړ اتصالات

د نیوهمشایر گوندي سیالي به څوک وگټي؟


دموکرات او جمهوریت غوښتونکي سیالان د خلکو د ملاتړ په لټه کې دي
دموکرات او جمهوریت غوښتونکي سیالان د خلکو د ملاتړ په لټه کې دي

دا پداسې حال کې ده چې د متحده ایالاتو د جمهوري ریاست د انتخاباتو دپاره د دواړو گوندونو کاندیدانو په نیوهمشایر کې د ټاکنو په لومړي پړاو کې د رایو د جلبوبو دپاره تر نهایي شیبو پورې خپلو هڅو ته دوام ورکړ.

وروستی سروې گانی ښیی چې د جمهوري غوښتونکي گوند څخه دانلد ترمپ او د دیموکرات گوند څخه برني ساندرز تر نورو خپلو سیالانو مخکی دي.

د متحده ایالاتو د دیکسیویل ناچ د کلي خلک لومړني رایی اچونکي دي چې د نیوهمشایر د قانون پر بنسټ د شپې د دولسو بجو نه وروسته د رایې اچولو حق لري. پدې کار سره دوي د دوه زره شپاړسم کال د ټاکنو ابتدايي بهیر پرانیست.

پدې لومړنیو رایو اچونکو کې یو هم، جیف ستیقنز، و چې پدې اړه یې خپل احساسات داسې څرگند کړل،

«عجیبه حالت می درلود خو د آرامۍ احساس مې کاوه. دا راته یو ویاړ دی ځکه ما دا کار د ځان دپاره نه بلکه د رایو د دیموکراتیک بهیر د پرمختگ دپاره وکړ.»

خو اوس د جمهوري غوښتونکو ترمنځ پر دوهم مقام باندې سیالي خورا شدیده شوې ده. د نن ورځی د رایو پایلې به د زیات شمیر جمهوري غوښتونکو کاندیدانو دپاره لدې سیالۍ څخه د وتلو لاره هواره کړي:

د نیوهمپشیر لومړنۍ رایی اچونې د متحده ایالاتو د ټاکنو د بهیر د لومړني پړاو دپاره یو مهم آزمیښت دی چې د کمپاین خورا جدي او حساس پړاو هم گڼل کیږي.

پدې کې یو هم جمهوري غوښتونکی کاندید دانلد ترمپ دی چې ځان د امریکا د سیاسي جوړښت او لوبو څخه بهر گڼي.

ښاغلی ترمپ غواړي نورو ته وښیي چې د سیاستوالو په ډله کې ندې شامل. هغه وویل،«دوي دروغ وایي، دوی دومره دروغ وایی چې سړی ورته حیران شي. مونږ باید ددې سیاستوالو څخه ځان لرې وساتواو په دې هیواد کې عقل سلیم او شعور رامنځته کړو.»

خو په ځواب کې یې سیال کاندید، جب بوش، بیا پر ترمپ باندی داسې نیوکه وکړه، «ترمپ د خپل قوت د نښې په توگه خپل کمپاین د نورو په سپکولو پر مخ وړي. خو د میرمنو سپکاوی قوت نه دی.»

د دیموکرات گوند کمپاین به یو څه اوږدې مودی دپاره دوام ولري.

خو د نیو همپشر پایلې کولای شي چې د جمهوري غوښتونکو د گوند د سیالۍ بڼه بدله کړي. یعنی خرابې پایلې ښایي د ځینو دپاره د سپینې ماڼۍ خوب او ارمان ختم کړي.

لدې نه رووسته به دیموکراتان د ټاکنو مقدماتي بهیر د نیوادا ایالت ته وغزوي او جمهوري غوښتونکي به د جنوبی کارولاینا په ایالت کې خپلو ورته هڅو ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG