د لاس رسي وړ اتصالات

نواډا کي کلنټن او جنوبي کاریلونا کې ټرمپ انتخابات وګټل


د نواډا په ایالت کې د دیموکرات ګوند په ګوندي انتخاباتو (کاکس) کې د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې هیلري کلنټن د خپل سیال د ورمانت ایالت سناتور برني سنډرز نه پنځه اعشاریه دوه فیصده زیاتې رایې وګټلې.

کلنټن چې د امریکا د پخواني جمهور رئیس بل کلنټن میرمن ده، پدغو ګوندي انتخاباتو کې 52.6 او د هغې سیال برني سنډرز 47.4 فیصده رایې وګټلې. د دغو انتخاباتو نه وړاندې د نیوهامپشایر په انتخاباتو کې سنډرز د کلنټن نه وړاندې و خو میرمن کلنټن بیا د ایوا ګوندي انتخابات ګټلي و.

د رایو د مرکزونو د نظر پوښتنو نه داسې معلومیږي چې د نواډا په ایالت کې هسپانویانو برني سنډرز او تور پوستو امریکایانو بیا هیلري کلنټن ته ډیرې رایې ورکړې وې.

کلنټن د بریا نه وروسته پخپلو خبرو کې د خلکو سره ژمنه وکړه چې "د امریکا په عدلي نظام او د مهاجرت په قوانینو کې به اصلاحات راولي." بل پلو بیا سناتور برني سنډرز چې اکثره پلویان یې ځوانان دي خپلو پلویانو ته وویل چې " دا ځل مونږ دومره ځوانان په سیاسي پروسې کې را ګډ کړیدي چې ساری نلري" سنډرز زیاته کړه چې په راتلونکو ګوندي او مقدماتي انتخاباتو کې به بریا د هغه وي.

په جنوبي کاریلونا کې د جمهوري غوښتونکو مقدماتي انتخابات:

لکه څنګه چې وړاندوینه شوې وه، د جمهوري غوښتونکو د ګوند مخکښ کاندید او د جائیدادونو د کاروبار خاوند ډانلډ ټرمپ د خپل ګوند په شپږو کاندیانو کې لومړی مقام وګاټه. ټرمپ پدغو انتخاباتو کې 34 په سلو کې رایې وګټلې.

د جمهوري غوښتونکو په کاندیدانو کې بیا د سناتور ټیډ کروز او سناتور مارکو روبیو تر منځ د دویم مقام په ګټلو سخت سیالي روانه وه . خو په وروستیو نتایجو کې څرګنده شوه چې ښاغلی روبیو د ښاغلي کروز نه یوازې په څو فیصدو رایو مخکې شو. مارکو روبیو 22.5 او ټیډ کروز 22.3 فیصده رایې وګټلې.

سناتور ټیډ کروز خپلو پلویانو ته وویل چې " د دیموکراتانو سره د مقابلې لپاره دې داسې یو کاندید وټاکي چې وکړای شي د هغوي سره په سمه توګه مقابله وکړی شي او انتخابات ترې وګتي. " کروز همدرانګه وویل چې " که جمهور رئیس شوم، پوځ به د سره ورغوم، د اسرائل نږدې ملګری به یم او داعش ته به په بشپړه توګه ماتې ورکړم. "

جب بوش:

د جمهوري غوښتونکو د ګوند د پلویانو لپاره حیرانونکی خبر د پخواني جمهور رئیس جورج ډبلیو بوش د ورور او د فلوریډا د ایالت د والي جب بوش د کاندید کیدو نه لاس اخیستل و. هغه وړاندې تر دې چې د رایو وروستۍ نتیجې اعلان شي، خپلو پلویانو ته وویل چې " زه نن په رسمي ډول اعلان کوم چې د خپلې کاندیدۍ نه تیریږم"

د جمهوري غوښتونکي راتلونکي ګوندي انتخابات په نواډا کې دي او د دیموکراتانو مقدماتي انتخابات به په جنوبي کاریلونا کې وشي.

XS
SM
MD
LG