د لاس رسي وړ اتصالات

په سورېې کې به د شنبې د ورځې نه اوربند پیل شي


امریکا، روسیې او د سوریې د سولې ملاتړو هیوادونو مشرانو د اوربند اعلامیه خپره کړیده.
امریکا، روسیې او د سوریې د سولې ملاتړو هیوادونو مشرانو د اوربند اعلامیه خپره کړیده.

امریکا او روسیه چې د سوریې د کړکیچ د حل لپاره په نړیوال اتحاد کې شامل دي، وايي چې دې ته ژمن دي چې د هغه هیواد د جگړې د ختمولو لپاره یوه داسي د حل لاره ولټوي چې د ملگرو ملتونو د قوانینو په اساس وي او په سوریې کې یو داسي حکومت جوړ شي چې د ټولو سیاسي ډلو استاځي پکې برخه ولري.

د اتحاد غړو د فبرورۍ په یولسمه نیټه، د امریکا او روسیې په مشرۍ په مونیخ کې غونډه وکړه او یوه لایحه يې هم تصویب کړه چې اوس يې د عملي کولو کوشش کوي.

د تړون په اساس د فبرورۍ په اووه ویشتمه نیټه به د سوریې په جگړې کې په ښکیلو خواوو اوربند عملي شي. دغه اوربند په هغو ډلو عملي کیږي چې د تړون برخه دي او ژمنه يې کړي ده چې د موافقې شرطونه به مني.

د دې موافقې په اساس به د اسلامي دولت، د جبهته النصره او د هغو نورو ډلو په ضد چې د ملگرو ملتونو د امنیت شورا د ترهگرو ډلو په لست کې شامل دي، عملیات روان ساتي.

په سوریې کې د تشدد د مخنیوي او د اوربند د عملي کولو لپاره، د سوریې د سولې د ملاتړ نړیوالو متحدینیو د امریکا او روسیې په مشرۍ، د ملگرو ملتونو د اصولو په اساس یوه کمیټه جوړه کړیده.

په دغې کمیټی کې سیاسي او پوځي چارواکي شامل دي.

XS
SM
MD
LG