د لاس رسي وړ اتصالات

شمالي کوریا د اتومي وسلو د استعمال ګواښ وکړ


د شمالي کوریا مشر د دې نه وړاندې هم د اتومي وسلو د استعمال ګواښ کړی و
د شمالي کوریا مشر د دې نه وړاندې هم د اتومي وسلو د استعمال ګواښ کړی و

د شمالي کوریا رهبر کیم جونګ اون امر کړی چې اتومي وسلې دې د استعمال لپاره په هر وخت کې چمتو وساتل شي. هغه همدارنګه پوځ ته ویلي دي چې د دښمنانو د خطرونو د زیاتیدو په مقابل کې دې د دفاعي برید په حال کې وي. نور تفصیل د شافعې سردار نه اورئ.

د شمالي کوریا د مشر دغه څرګندونې د کوریا په ټاپو کې تشنج لا پسې زیاتوي.

داسې ښکاري چې د ښاغلي اون دغه د قهر نه ډکه تبصره د ملګرو ملتونو د امنیت شور د هغه اقدام په ځواب کې وي چې د اتومي پروګرام په خاطر یې پدغه هیواد سخت اقتصادي بندیزونه وضع کړل.

د شمالي کوریا دولتي مطبوعات وایي چې کیم جونګ اون پوځ او حکومت ته دغه امر وروسته له هغه وکړ چې د یوه نوي جوړ شوي راکټ لانچر معاینه یې کوله. دغه نوی راکټ لانچر کولی شي چې په یوه وخت کې ګڼ شمیر توغندي وار کړي.

کیم وایي " شمالي کوریا باید چې خپل اتومي قوت د کیفیت او کمیت له لحاظه پیاوړی کړي." هغه همدارنګه ټینګار وکړ چې د ملي دفاع په خاطر دې اتومي کوپړۍ تل د تیارسي په حال کې وساتل شي.

شمالي کوریا د دې نه وړاندې هم کله چې د نړیوالې ټولنې لخوا پرې فشار زیات شو څو ځله یې د اتومي وسلو د استعمالولو ګواښ کړی و.

شمالي کوریا همدرانګه د پنجشنبې په ورځ د لنډ واټن شپږ توغندي وآزمایل. د جنوبي کوریا د دفاع وزارت ویلي دي چې " دغه توغندي لومړی تقریباً یو سل او پنځوس کیلو متره هوا ته پورته شول او وروسته په بحر کې ولویدل. "

XS
SM
MD
LG