د لاس رسي وړ اتصالات

کردان په سوریه کې نیمه خودمختاره سیمه اعلانوي


په سوریه کې کردي جنګیالي د اسلامي دولت یا داعش په خلاف جګړې کې مهم نقش لري
په سوریه کې کردي جنګیالي د اسلامي دولت یا داعش په خلاف جګړې کې مهم نقش لري

په سوریه کې کردان غواړي چې په هغه سیمه کې نیمه خودمختاره حکومت اعلان کړي چې د دوي په لاس کې ده.

د سوریې کردان وایي چې د هیواد په شمال کې دغه سیمه به د نامتمرکز حکومت د جوړیدو لپاره یوه داسې نمونه وي چې ټول اقوام به پکې برخه ولري.

خو په همدې حال کې بیا امریکا په سوریه کې په یو اړخیزه توګه د نیمه خودمختاره سیمو د اعلان سره مخالفت لري. د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال مارک ټونر وایي " امریکا په سوریه کې د خلکو په یووالي ټینګار کوي او د دغه هیواد خودمختاري ته ژمنه ده. خو ټونر زیاته کړه " که چیرته د سوریې خلک په سیاسي جوړجاړي کې د دغه شان سیمو په جوړیدو سره موافقه وکړي نو امریکا هم ورسره مخالفت نلري."

د سوریې د کردانو ګوند ویلي دي چې پدغه نیمه خودمختاره سیمه کې به کردان، عربان او ترکمنان ټول شامل وي او د نور هیواد لپآره هم یوه نمونه کیدلی شي.

د ترکیې او سوریې حکومتونه دواړه د دغه اعلان سره مخالفت لري او ویره لري چې پدغه کار سره به سوریه ټوټه ټوټه شي.

ترکیه ویره لري که چیرته په سوریه کې د کردانو دولت جوړ شي " په ترکیه کې به هم د کردانو اقلیتونو د ورته سیمې د جوړیدو غږ وکړي. "

په همدې حال کې بشر جعفري چې په ژنیو کې د سولې په خبرو کې د سوریې د حکومت استازیتوب کوي وایي " د سوریې د ولسونو د ویشلو هڅې به ناکامه شي"

XS
SM
MD
LG