د لاس رسي وړ اتصالات

شمالي کوریا ته د امریکا، جاپان او جنوبي کوریا خبرداری


جمهور رئیس اوباما د چین د جمهور رئیس شې ژین پنګ سره وکتل
جمهور رئیس اوباما د چین د جمهور رئیس شې ژین پنګ سره وکتل

د امریکا جمهور رئیس براک اوباما او د جاپان او جنوبي کوریا مشرانو په شمالي کوریا د لا سختو بندیزونو د لګولو خبداری ورکړ.

دغو مشرانو پرون په واشنګټن کې د اتومي وسلو د خوندیتوب د غونډې نه بهر وکتل.

په همدې حال کې ښاغلي اوباما د چین د جمهور رئیس شې ژین پنګ سره د یوې جلا غونډې نه وروسته وویل " دواړه هیوادونه ژمن دي چې د کوریا ټاپووزمه غیرې اتومي کړي او د ملګرو ملتونو بندیزونه په بشپړه توګه تطبیق کړي.

دواړو مشرانو د شمالي کوریا نه وغوښتل چې " د اتومي وسلو نه لاس واخلي."

د اتومي وسلو د خوندیتوب غونډه د پنجشنبې په ورځ په واشنګټن کې پیل شوه او نن یې وروستۍ ورځ ده.

جمهور رئیس براک اوباما د غونډې د پرانیستلو په مراسمو کې وویل چې " د شمالي کوریا اتومي فعالیتونه او د دې احتمال چې د اسلامي دولت یا داعش ډله ښایي د رادیو اکتیف موادو نه جوړ شوي بمونه جوړ او وچوي، د نړۍ لپاره غټ خطرونه دي.

د جنوبي کوریا جمهور رئیسې پارک ګیون هي او د جاپان صدراعظم شینزو ابې د جمهور رئیس بارک اوباما سره په غونډې کې هوډ څرګند کړ چې د امنیت په برخه کې به ټینګه همکاري کوي.

د روسیې جمهوري ریاست وایي چې د هغوي سره د غونډې اجنډا ناوخته شریکه شویده او همدا وجه ده چې جمهور رئیس پوتین پدې غونډې کې ګډون نکوي خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې په غونډې کې به په واشنګټن کې د روسیې سفیر د خپل هیواد په استازیتوب ګډون وکړي.

XS
SM
MD
LG