واتیکان داخبره تصدیقوي چی پاپ فرانسېس به د اپریل په ١٦ - مه د یونان د لیسبوس ټاپو ته ولاړشي، چې له کډوالو سره خپل سمبولیک پېوستون څرگند کاندي. واتیکان نن د پنجشنبی په ورځ وویل چی پاپ فرانسیس ته دابلنه د نړۍ د ارتوداکس عیسویانو روحآنی مشر او د یونان ولسمشر ورکړیده او هغه منلې ده.
له کډوالو سره د پاپ فرانسیس دا کتنه په داسې وخت کې کېږي چې د ترکیې او اروپايي اتحاد ترمنځ معاملې له مخې کډوال بېرته ترکیې ته شړل کېږي.
پاپ فرانسیس په خپله د یو ایټالوی کډوال زوی دی او پلار ېې ارجنټاین ته تللی و. هغه له ډېر وخت راهیسې، د کډوالو په وړاندې د اروپا د اخلاقي مسوولیت په برخه کې سپېنی خبرې کړې دي.
رپوټ وايي د کډوالو کمپ ته د کاتولیکانو د مشر له خوانه ورتگ د اروپا مشران چی د بشري حقونو د څار د ادارو له سخت انتقاد سره مخامخ دي، له خجالت او شرم سره مخامخ کولی شي.
پکارده اروپا د کډوالو په برخه کې پر تعهداتو وفا وکړي
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي دده هېواد به له اروپايي اتحاد سره د کډوالو په برخه کې پر هغه معامله باندې عمل ونکړي څو پورې چې اروپايي اتحاد له ترکیې سره خپلې ژمنې پوره نکړي.
ولسمشر اردوغان وویل " که چېرې اروپايي اتحاد لازم قدمونه پورته نه کاندي، او پر خپلو تعهداتو وفا ونکړي، نو ترکیه به هم دغه موافقتنامه عملي نکړي."
ددغې معاملې له مخې ترکیې په دې موافقه کړېده چې هغه کډوال بېرته قبول کاندي چې یونان ته دمارچ دمیاشتی راهیسې په غېرقانوني ډول تللي دي. خو د هر راستنیدونکی کډوال په وړاندې به له ترکیې نه یو سوری کډوال په اروپا کې په قانوني توگه مېشت کېږي. د دې معاملې له مخې به ترکیې ته یو مقدار پېسې هم ورکول شي چې پر کډوالو ېې ولگوي او دترکیې اتباعو ته په اروپا کې د سفر لپاره بې وېزې شرایط هم برابر شږی.
له بل پلوه، یونان نن په زرگونو کډوالو ته خبرداری ورکړ چی د پوځ له خوانه یو جوړ شوي کمپ ته ولاړشی. که نه نو په زور به ېې هلته انتقال کړی.
دغه خبرداری نن د پنجشبنی په ورځ خپور شو او ٥٢ زرو کډوالو له جملی نه تقریبا دریمه برخه کډوال نه غواړی چې له نورو کمپونو نه دغه ځای ته چی نسبتان تنظیم شوی دی ورشي.
چارواکي وايي تر جمانانو څو ساعته په دې تېرکړل چی کډوال وهڅوي چی دغه کمپ ته ولاړشي. رپوټ د پېرایس بندري ښارد یونان د سیاحت یوډېر مهم او زړه راښکونکی ځای دی.
د پیرایس په کمپ کې اوس مهال تر ۴ زرو نه زیات کډوال اوسېږي. پرون هلته د یوناني پولیسو او کډوالو ترمنځ خبره لاس او گریوان ته رسېدی وه. د کمپ کډوالو د سړک په منځ کې د خپلو غوښتنو لپاره مظاهره کوله او ټرافیک بند شوی و.
فرانسه او جرمني نن د پنجشنبې په ورځ ددې لپارهگډه غونډه کوي چې د کډوالو په شخړه، د ترهگرۍضد اقداماتو، او د اروپا پر اقتصادي حالت بحث وکړي.
د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند او صدراعظمه انگیلا مرکل او د هغوی یوشمېر وزیران د فرانسې په ختیځ کې د مېتز په ښار کې غونډه کوي.
په یونان کې تر ٥٣ زرو نه زیات کډوال له هغه وخت راهیسې په ناوړه شرایطو کې بند پاته دي چې اروپايي هېوادونو خپل سرحدونه بند کړل او په دې هڅو کې دي چې بیرته ېې ترکیی ته ور وشړي.