د لاس رسي وړ اتصالات

روسېې ایران ته د دافع هوا توغندیو لومړۍ برخه ورسوله


د ایران رسنیو خبر ورکړیده چې ایران چې تر اوسه د نړیوالو بندیزونو سره مخ و ؛اوس ې بیرته دغه ټیکنالوجي ترلاسه کول پیل کړیدي.

دغه توغندی چې فضا نه په فضا کې وار کوي او ایس درې سوه یادیږي په لومړي ځل کال ١٩٧٩ کې د سړې جگړې په وخت را څرگند شوي وو.

خو ایران ته چې کوم ایس درې سوه توغندي ورکړل شویدي ؛دا د پخوانیو سره ډیر توپیر لري او د برتانیه د امنیتي کارپوهانو په وینا دغه توغندي په یو وخت ډیرې الوتکې په نښه کولی شوي او قریب یوسل پنځوس کلومیتره لرې پورې رسیدی شي.

د امریکا پوځ هم وايي چې دوي به د ایران نوي توغندي په پام کې ساتي
د امریکا پوځ هم وايي چې دوي به د ایران نوي توغندي په پام کې ساتي

ایران سره د روسیې لخوا د ایس درې سوه میزایلو مرسته په اسرایلو کې اندیښنې راپارولې دي ؛ځکه چې ایران ویلي وو چې د اسرایلو دولت ختمولو ېې په هدفونو کې شامل دی.

د ایران دولتي تلویزون د ایران د بهرنیو چارو د ویاند حسین جبار انصار له قوله ویلي چې زه دا اعلان کوم چې د یو ځنډ نه پس د توغندو لومړۍ برخه را ورسیده.

بلخوا روسېې ویلي چې دوي په کال ٢٠١٠ کې ایران ته دغه ایس ٣٠٠ میزایل ورکول خو د لویدیز د فشار له کبله ېې دغه معامله ونکړه.

خو بیا کال ٢٠١٥ کې د ولادیمیر پوټین دولت په خپل اختیار دغه بندیز ختم کړ او ایران سره اتومي تړون ته لاره خلاصه کړه

په عین حال کې د امریکا پوځ ویلي چې دوي به ایران ته د ایس ٣٠٠ توغندیو ورکړل کیدل په خپلو راتلونکو پوځي پلانونو په وخت نظر کې ساتي .

XS
SM
MD
LG