د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي کې د افغانانو د پاسپورټونو ستونزه حل کیږي؟


سعودي کې میشت افغان محمد حنیف سلطان زوی یو د هغو افغانانو دی چې د کار مزدورۍ دپاره سعودي عربستان ته تللی دی،خو د افغانستان په ځای د پاکستان پاسپورټ لري. هغه وايي چې د ده غوندې قریب درې لکه افغانان په سعودي کې د پاکستان په پاسپورټونو کار کوي ،خو اوس دا څه وخت کېږي چې سعودي کې ورته د په دې پاسپورټ د کار اجازه نه تمدیږي ،بلخوا د افغانستان سفارت دوي ته پرته د قانوني اسنادو د افغانستان پاسپورټ نه ورکوي. نو دې قانوني ستونزې له کبله د سختو مشکلاتو سره مخ دي. نه کار کولی شي او نه وطن ته ستنیدلی شي.

یو بل افغان چې نور افغان نومیږي ،هغه خپله افغان پاسپورټ لري خو په ریاض کې د افغانستان د سفارت نه گیله لري چې افغانانو سره د کومک نه کوي ترڅو نوی بریښنايي پاسپورټ جوړ کړي. هغه وايي چې دا چې سعودي افغانانو ته په نوي پاسپورټ د کار اجازه ورکوي او که نه خو د پاسپورټ اخیستل د افغانانو قانوني حق دی او باید چې ورکړل شي.

سعودي کې د میشتو افغانانو د پاسپورټونو په دې مسله مو چې د کله ریاض کې د افغانستان د سفارت د سرپرست ښاغلي فیاض احمد همیم کاکړ نه پوښتنه وکړه نو هغه وویل چې دوي په سعودي کې میشت افغانانو د پاسپورټونو د ستونزې دحل دپاره د مرکزي حکومت د امر په تمه دي او ډیر زر به د افغانانو دغه قانوني مشکل حل شي.ښاغلي همیم کاکړ په مرکه کې سعودي کې د افغانانو د پاسپورټونو د مشکل په اړه د مختلفو پوښتونو ځوابونه ورکړي او په دې موضوع ېې دولتي دریځ روښانه کړیدی.

please wait

No media source currently available

0:00 0:06:02 0:00

XS
SM
MD
LG