د لاس رسي وړ اتصالات

په واشنگټن کې د غني او عبدالله کره کتنه


امنیتي او سیاسي څیړونکي د ملي وحدت د حکومت د مشرانو غني او عبدالله په اړه بیلابیل نظرونه لري.
امنیتي او سیاسي څیړونکي د ملي وحدت د حکومت د مشرانو غني او عبدالله په اړه بیلابیل نظرونه لري.

"د افغانستان سیاسي او امنیتي وضعیت او د ملي وحدت د حکومت راتلونکی" پر موضوع باندې د منځني ختیځ د تحقیقاتي انستیتیوت په بحث کې پخواني سفیر عمر صمد، د کورنیو چارو پخواني وزیر علي احمد جلالي، د ویلسن د تحقیقاتي مرکز غړي مایکل کوگلمین او د سولې د انستیتیوت د افغانستان د برخې مشر سکاټ سمیت برخه اخیستې وه.

عمر صمد چې د ملي وحدت د حکومت د پیل راهیسي د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سلاکار وو، او په بلجیم او اروپایي ټولنه کې د افغانستان د سفیر په توگه وړاندیز شوی وو، اوس بیرته واشنگټن ته راغلی دی او پرون یې په غونډه کې یې پر ولسمشر غني نیوکه وکړه چې د ملي وحدت له موافقې سرغړونه کوي او د واک انحصاري تاکتیکونه استعمالوي.

ښاغلي صمد وویل له تیر یو کال راهیسي د لوړو دولتي پوستونو د ډکولو د پاره سلگونه وړاندیزونو د ولسمشر غني پر مېز پراته دي خو هغه یې نه لاسلیکوي، په دلیل یې هیڅوک نه پوهیږي چې هغه څه غواړي، خو ادعا کوي چې هر کاندید باید پخپله انترویو (مرکه) کړي او انتخاب کړي.

سیاسي او امنیتي څیړونکو وویل چې افغانستان د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د واقعي حالاتو سره مخ شوی دی، خو تر دې دمه بریالی دی. ښاغلي جلالي وویل چې امنیتي وضعیت دومره د اندیښنې وړ نه دی چې حکومت سقوط شي.

څیړونکې وایي واشنگټن نه غواړي چې د ملي وحدت حکومت ناکام شي
څیړونکې وایي واشنگټن نه غواړي چې د ملي وحدت حکومت ناکام شي

ښاغلي جلالي زیاته کړه، " د کابل حکومت نړیوال ملاتړ لري او د تاریخ په اوږدو یاغیان هیڅکله د کابل د حکومت پر پرځولو نه دي بریالي شوي."

ښاغلي سمېت وویل چې په افغانستان کې اکثریت معیادونه په خوشبینۍ تصویبیږي. هغه زیاته کړه " دا پریکړه هم په خوشبینۍ ولاړه وه چې د ملي وحدت د حکومت په لومړیو دوو کلونو کې لویه جرگه او د ولایتي شوراگانو ټاکنې وشي. موږ باید واقعیتونه درک کړو او د پاتې دریو کلونو د پاره ٣ کلن پلان جوړ کړو او ٣ کاله وروسته ټاکنو ته تیاری ونیول شي."

د ښاغلي صمد لخوا پر ولسمشر نیوکه وشوه چې له موافقې سرغړونه کوي او اجرائیه ریاست ته هغه واکونه نه ورکوي چې موافقه یې ورسره کړې وه.

ښاغلي جلالي وویل چې دواړه لوري باید د یوه واحد حکومت پر جوړولو کار وکړي او دا اوسنۍ تگلاره پریږدي چې وزارتونه تقسیم شوي دي او هر څوک خپل مشر ته تابعدار دی.

څیړونکې په دې اند وو چې جان کیري ښایي د خپل وزارت په پاته څو میاشتو کې هم څو ځلې کابل ته سفر وکړي او هڅه به یې دا وي چې د کابل حکومت بریالی شي ځکه چې جمهور رئیس اوباما دا نه غواړي چې په کابل کې یو ناکامه حکومت د هغه په میراث کې ولیکل شي.

XS
SM
MD
LG