د لاس رسي وړ اتصالات

نورستانیان د پولیو پر ضد د عامه پوهاوي د کمپاینونو چټکتیا غواړي.


نورستان د افغانستان په ختیځ کې هغه لرې پروت ولایت دی چې تر ډېره د دولتي او بهرنیو مرستو څخه لرې پاتې دی. په دې ولایت کې پراخه نا امني او ورته دغځېدلو لارو بندېدل نورستان ته دمرستو دنه رسېدو یوازینۍ ستونزه ده.

په دې ولایت کې دمدني ټولنو غړي او عام خلک وایي چې نه هم په دولتي کچه او نه هم موسسې په دې ولایت کې دپولیو پرضد دعامه پوهاوي چټک کمپاینونه لري.

نورستانیان وایي دپولیو پرضد کمپاینونه یوازې دښار په یوه محدوده ساحه او ځينو روغتیایي مرکزونو کې کېږي چې دا تر ډېره بې ګټې دي.

سعیدالله نورستانی دنورستان دکامدیش ولسوالی اوسېدونکی دی چې هلته دیوې مدني ټولنې مشري هم کوي.

"موږ تر اوسه دپولیو پرضد دعامه پوهاوي کمپاین نه دی لیدلی او که وي هغه به هم ولایت کې وي،پولیو یوه خطرناکه ناروغي ده نو باید په اړه یې عامو خلکو ته دعامه پوهاوي کمپاینونه وشي نو همدارنګه مولوي صاحبان که دجمعې ورځ وي او که نورې ورځې وي باید خلکو ته عامه پوهاوي ورکړي،خصوصاً په مکتبونو کې،په نورو دغسې ځایونو کې چې هلته خلک جمع کېږي باید خلکو ته عامه پوهاوي ورکړي تر څو خلک خپلو بچیانو ته واکسین ورکړي خپلو ورونو ته."

د دې ولایت اوسدونکي وایي چې دپولیو پرضد د عامه پوهاوي کمپاینونه دې په ښوونځیو او جوماتونو کې ورته ترسره شي چې په لږ وخت کې خلک دپولیو له زیانونو خبر شي.

جلال الدین د نورستان د نورګرام ولسوالۍ اوسېدونکی دی، وایي د رسنیو او نورو تبلیغاتي امکاناتو دنه موجودیت له امله په جوماتونو او ښوونځیو کې د عامه پوهاوي کمپاینونه ډېر ګټور تمامېږي.

"دغه اعلانونه چې دپولیو دي دا باید په مکتبونو کې وویل شي،په مدارسو کې وویل شي په جوماتونو کې وویل شي،صحت عامه کې باید ددې اعلانونه وشي،باید دپولیو کمپاینونه په مساجدو،ښوونځيو او مدارسو کې وشي چې بیا هلته ډېر پراخېږي."

اما په نورستان کې ځایي چارواکي بیا وایي چې دوی د عامه پوهاوي کمپاینونه په پراخه توګه لري.

د نورستان په ولایت کې د پولیو راپور ورکونې مسؤل، موسی شامي امریکا غږ ته وویل چې دپوهنې ،حج اواوقافو او ښځو چارو ریاستونو په ملتیا دعامه پوهاوي پروګرامونه لري.

" کله کله داسې هم کېږي چې دیو ناورین له وجهې نه یا دسختې جګړې له وجهې نه ،دغرخویېدنې له وجهې نه لاره بنده شي او زموږ ټیمونه په وخت سره ونه رسېږي،دعامه پوهاوي پروګرامونه دمقام ولایت له خوانه هم شته دی ،دریاست جمهوري دپولیو ادارې له خوا هم شته دی ،دپوهنې ریاست له خوا هم شته دی. "

په نورستان ولایت کې ډېری وخت د دولت مخالف وسله وال دروغتیایي کارکوونکو پرمخ دلارو بندولو له امله دپولیو د واکسین مخې ته هم خنډونه راپیدا کوي چې په دې ولایت کې دعامه پوهاوي د کمزوري کېدو لامل هم همدا ګڼل کېږي.

XS
SM
MD
LG