د لاس رسي وړ اتصالات

برگیډېر سعد: امریکا د پاکستان لپاره پالیسي بدله کړې


په بلوچستان کې د امریکا د ډرون په حمله کې د طالبانو د د مشر وژل ملا اختر محمد منصور وژل کیدل، او د جمهورریئس اوباما دا خبره د امریکا په سیاست کې یو مهم او غټ بدلون دی چې وی ویل مونږه به پرې نه ږدو پاکستان د دهشتگرۍ مرکز شي.

د پاکستان د نظامي چارو تحلیگر، برگیډېر سعد محمد وایي، ما ته هم داسې ښکاري چې امریکا د پاکستان په هکله خپله پالیسي بدله کړیده. یو دلیل دادی چې د امریکا بې پیلوټه الوتکې مخکې، په پاکستان کې د طالبانو په مشرانو حملې نه وې کړې، خو اوس په بلوچستان کې د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور، د ډرون په حمله کې ووژل شو. بل دلیل دادی چې د امریکا ډرون، نوي فیصده حملې د پاکستان د داخل نه، په قبایلی سیمو کی، په شمالي او جنوبي وزیرستان کې کولې او پاکستان ورسره یو ډول موافقه درلوده.

ښاغلی سعد وايي په پاکستان د بندیزونو لگول یو فشار دی، مگر د پاکستان سره د اتومی مسلې د لانجی په وخت کې، امریکا په پاکستان داسی بندیزونه، نه ؤ لگولي لکه په ایران یې چې لگولي او یا یی نورو ملکونو ته اخطارونه ورکړیدی، خو د نظامي او غیر نظامی کومکونو بندول په پاکستان غټ فشار راوړلی شی.

please wait

No media source currently available

0:00 0:11:13 0:00

XS
SM
MD
LG