د لاس رسي وړ اتصالات

څلور زره اروپا ته روان مهاجر د ډوبیدو نه ژغورل شوي


دغو کسانو غوښتل چې د لیبیا نه اروپا ته د سمندر له لارې ولاړ شي. ژغورونکي همدارنګه وایي چې د شلو پناغوښتونکو مړي یې په اوبو کې پیدا کړیدي.

معمولاً د مې د میاشتې نه نیولې تر اکتوبره پورې په سمندر کې څپې لږې وې، او همدا وجه ده چې زیاتو خلکو د سمندر له لارې اروپایي هیوادونو ته د دغه خطرناک سفر لپاره زړه ښه کړی.

د ایټالیا ساحل ساتونکي پولیس وایي هغوی یوازې پرون د پنجشنبې په ورځ د خلکو د ژغورلو لپاره دوه ویشت عملیاته وکړل او د شاوخوا څلور زره کسانو ژوند یې وژغوره.

په همدې حال کې د لیبیا ساحل ساتونکي پولیس وایي چې هغوي د پنا غوښتونکو دوه کښتۍ ولیدې چې په سمندر کې په بل مخ اوښتې وې او ډیر احتمال شته چې زیات شمیر کسان به پکې وژل شوي وي.

د ایټالیا ساحل ساتونکو پولیسو د پنا غوښتونکو عکسونه په ټویټر کې خپاره کړي او پکې ښودل کیږي چې پلاستیکې کښتۍ د اوبو لاندې دي او خلکو ترې لاسونه چاپیر کړیدي. پولیس وایي هیڅ پنا غوښتونکي ته هغه واسکټونه نه و ورکړل شوي چې خلک د ډوبیدو نه ژغوري.

XS
SM
MD
LG